روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

خبری باید رڼی او د افغان دولت سره شریکی وی

په هېواد کې د اوږد مهاله ناوړه جګړی دپای ته رسیدوله پاره هغه وخت خبری را تودی او عملی بڼه یې غوره کړه له کومه وخته چې دملی یووالی دحکومت مشرتابه دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره د مختلفو لارو په لټون پیل وکړو. دلومړی ځل له پاره ولسمشر محمد اشرف غنی پاکستان سره د روانی جګړی دڅرنګوالی او دناوړه پیښو د اوږدیدو په تړاو خورا اوږدی او رڼی خبری ترسره کړی هلته ولسمشر پاکستانی چارواکې عملی هڅوته را وبلل اوهیله یې درلوده چې دتیرو ناوړه او جګړییزو هڅو پرځای به دیوه ژمن اوښه ګاونډی په توګه دسیمی د امنیت دخوندیتوب او تاوتریخوالی دله منځه وړو له پاره به دترهګرو دپټن ځایونو په له منځه وړو کې عملی ګامونه پورته کړی ترڅو د روانی جګړی دپای ته رسیدو له پاره لار هواره او دسیمی په کچه دسوله ییزی فضا په رامنځ ته کیدو سره د راکړی ورکړی سوداګرییزی چاری پراختیا ومومی او د دواړو هېوادو میشت وګړی دشتو اندیښنو او مرګ  ژوبلی څخه وژغورل شی خو دپاکستان دوه مخی سیاسیون او واکمنان دتیرپه څیر خپلو ژمنو ته وفادار پاتی نه شول او په ډیره سپین سترګی سره یې دجګړی دپراختیا او سختوالی له پاره دلمسول شویو په اکمالاتی او پوځی تجهیزاتو لاس پوری کړو دهېواد په یوشمیر سیموکې جګړه د ولایت ترمرکزه را ورسیده مخالفو وسله والو طالبانو تمه درلوده چې دملی یووالی دحکومت په لومړیو ورځو کې چې د سختو مالی او اداری ستونزو سره مخامخ و ګټه پورته کړی او دلاس ته راوړنو له پاره لاری چاری ولټوی. خو د ملی یووالی مشرتابه په خپل مناسب مدیریت سره وکولی شول چې دیوی خوا د لاس وهونکو دلاس وهنی له امله دتیری کوونکو جګړه مارانو په وړاندی دمقاومت لاری چاری ولټوی او دبلی خوا دنړیوالو ځڼدول شوی مرستی یوځل بیا ترلاسه کړی ترڅو دچارو دسمسکی ترڅنګ په دی وتوانیږی چې څو کلنی لاس ته راوړنی چې دمیړنیو سرښندونکو ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په سرښندنه ترلاسه شوی وساتل شی او دهوساینی له پاره مناسب ګامونه پورته شی.

افغان دولت د ډیرو کورنیو او بهرنیو ستونزو په ګاللو سره وتوانیده چې د ټولنیز ژوند دخیر ښیګنو دلاس ته راوړنو له پاره نه ستړی کیدونکی هڅی پیل کړی او دلاس وهونکو له پاره یې هغه لاری ولټولی کومی چې مخکی نه وی لټول شوی ځکه چې همدا لاس وتکی ؤ چې دیوی خوا یې دترهګرو سره دمبارزی په پلمه زیاتی مالی مرستی هونکی هېوادونه ترلاسه کولی او دبلی خوا به یې دترهګرو د تمویل او تجهیز څخه دسمبالښت له پاره هم دهیڅ ډول هلوځلو څخه لاس نه اخیسته خو افغان دولت وتوانیده چې دخپلی سوله ییزی کړنلاری له مخی دپاکستان دوه مخی سیاست دترهګرو سره دمبارزی په پلمه داخستل شویو مرستو په هکله راڼه او مناسب معلومات په افغان جګړه کې دښکیلو بهرنیو ایتلافی ځواکونو او په ځانګړی توګه دامریکا دمشرتابه سره شریک کړی ترڅو په خپلو کړو وړو له سره غوره کړی او د افغان جګړی له پاره داسی لاری ولټوی چې جګړه پای ته ورسوی او سوله پکښی رامنځ ته شی. د امریکا جمهور ریس دونالد ترامپ چې دواک په لومړیو وختوکې دجنوبی آسیا له پاره نوی ستراتیژی رامنځ ته کړه وه پتیله چې پاکستان سره دی په اړیکو کې نوی کتنه وشی ځکه پاکستان دامریکا څخه زیاتی مالی مرستی چې میلیونونه ډالروته رسیږی خو دامریکا له پاره یې هیڅ هم نه دی کړی ځکه پاکستان نه غواړی چې دترهګرو پټن ځایونه چې په پاکستان کې دی له منځه یووسی او دترهګرو تمویل او تجهیز څخه هم لاس نه اخلی.

خو پاکستان بیا هم دخپل ترهګرییز سیاست له مخی د امریکا په وړاندوینو ځان نانګاره او د امریکا دسیاسی سیالانو سره یې داړیکو په غښتلتوب پیل وکړو خو ډیری پاکستانی کارپوهان په دی باور و چې د امریکا به د امریکا سیاسی مخالفین ډکه نه کړای شی نوله دی کبله پاکستان دامریکا یولړ غوښتنی چې مخالف وسله وال طالبان به د امریکا سره خبرو اترو ته کښینوی ترڅو د افغان جګړی دپای ته رسیدو له پاره لاره چاره ومندل شی. همدا وجهه وه چې دپاکستان له خوا مخالف وسله وال طالبان اړه شول چې په دوحه کې د امریکایې پلاوی چې مشری یې زلمی خلیلزاد کوی خبری پیل شوی چې په مختلفو پړاونو کې کله دځڼډ او کله دبیا پیل کیدو سره مخامخ شوی دی. خو داځل چې بیا د یوولسم پړاو را وروسته دواړه غاړی په خبرو بوخت دی دپایلوپه هکله یې ډول ډول انګازی را خپری شوی چې خبری هوکړی ته نیږدی دی او کیدای شی چې په نیږدی راتلونکی ورځو کې ورباندی هوکړه لیک لاس لیک شی. د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼی راپور وکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ له مخالفو وسله والو طالبانو سره دسولی دهوکړی دلاس لیک له پاره په مشروط ډول منظوری ورکړی ده. دغه راز ورځپاڼه دلوړ پوړو امریکایې چارواکو له خولی وایې چې دسولی په هوکړه به هغه وخت لاس لیک کیږی چې طالبان د تاوتریخوالی دایمی کمولو ته ژمنتیا ښکاره کړی چاورواکو ویلی، که طالبان غواړی دسولی هوکړه لاس لیک شی نو د روانی میاشتی په آخر کې باید اووه ورځی له تاوتریخوالی لاس واخلی د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکې هم نیویارک ټایمز ته ددغو ټکو تایید کړی دی. په واشنګټن کې یوه جګپوړی دیپلومات ویلی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دجوړ جاړی پراوصولو ۹۵ سلنه موافقه شوی، خو دنهایې موافقی پرسرجوړه ښایې په راتلونکو څو ورځو کې وشی رسنیو ته رسیدلی راپورونه وایې چې په دوحه کې طالبان او امریکاییان پرموافقی دلاس لیک دڅرنګوالی او مخکی ترمخکی شرایطو باندی خبری کوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم له افغان ولسمشر او اجراییه ریس سره په تیلفونی خبروکې په دی اونورو موضوعاتو غږیدلی دی که چیری دطالبانو او امریکا ترمنځ دسولی هوکړی لیک لاس لیک شی نو واشنګټن به ورو ورو له افغانستانه دخپلو ځواکونو دایستلو چمتوالی پیل کړی او افغانی مذاکرات به هم پیل شی داپه داسی حال کې ده چې په افغانستان کې یوشمیر شنونکو د امریکا او طالبانو ترمنځ ترسره شوی خبری نیمګړی او دتل پاتی سولی د رامنځ ته کیدو له پاره یې مناسبی نه ګڼی ځکه چې دترسره شویو خبرو پوره جزییات نه دی راخپاره شوی نوله دی کبله دهېوادوالو اندیښنی شتون لری ترڅو چې خبری د تل پاتی سولی د رامنځ ته کیدو لامل نه شی نو باور او ملاتړ به یې ناشونی وی تمه ده چې د افغانانو را پیدا شویو اندیښنو په هکله په جګړه کې راښکیل بهرنی هېوادونه پاملرنه وکړی او دیوی تل پاتی سولی له پاره لار هواره کړی.

د افغان جګړی شنونکو او پخوانیو امریکایې جنرالانو د امریکا دکانګرس له انګړه پرواشنګټن غږ کړی چې نوی افغان حکومت دی کلک حمایه کړی او پر پاکستان دی فشار راوړی چې دطالبانو دملاتړ څخه لاس واخلی جنرال کمبرلی فیلډ، جنرال بان کین او جنرال ګولن جکن د امریکا د مشرانو جرګی نظامی کمیټی ته وربلل شوی وو او دغو جنرالانو له افغانستان نه د امریکایې ځواکونو دوتلو په تړاو مشوری او توضیحات ورکړی دی دغو جنرالانو د امریکا سنا جرګی ته ویلی له افغانستانه د امریکایې ځواکونو دوتلو طرفدارنه دی ځکه چې په بیړه دځواکونو ایستل به افغانستان دنوی بحران په خوله کې واچوی امریکایې جنرالانو، سناتور ریډ یوی پوښتنی ته په خواپ کې د اخبره کړی او ویلی یې دی چې که امریکا خپل ځواکونه وباسی دابه یو لوی خیانت وی جنرال کین په دی تړاو ویلی (که امریکا له افغانستان څخه وځی ټولی لاس ته راوړنی سیند وړی داعش، القاعده او نوری ترهګری ډلی به بیرته چاغی شی.

طالبان به هم دا ځانته لویه بریاوبولی او کورنی جګړی به پیل شی. جنرال فیلډ وایې د امریکا په وتلو سره به جنګسالاران بیرته واک ته ورسیږی.

دښځو د حقونو، تعلیم او ماشومانو په اړه څومره لاس ته راوړنی به ټولی له منځه ولاړی شی. دغه راز جنرال جسکن وایې چې د امریکایې ځواکونو په وتو سره به په سیمه کې رقیبان، روسیه، چین، ایران، پاکستان او نوروته دنیابتی جګړی دپیل کیدو زمینه برابره شی. نو پاکستان باید پوه کړای شی چې په افغانستان کې له سیاسی مشارکت څخه ملاتړ وکړی اود طالبانو ملاتړه لاس واخلی په همدی ډول جنرال کین امریکا ته ویلی چې په افغانستان کې دی دنوی حکومت کلک ملاتړ وکړی او دغه جنرالانو ټینګار کړی چې دطالبانو سره دی داسی تړون لاس لیک شی چې په افغانستان کې سیاسی مشارکت ته لاره خلاصه کړی. او د دوولسیزو لاس ته راوړنی هم ورسره خوندی پاتی شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید