جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
حسینه صافۍ په کابل کې دچین سفارت له شارژدافیرسره په کتنه کې: فرهنګ او هنر ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی اړیکو دټینګښت او ودې په لاره کې اغیزمن رول لری
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې صافۍ وړمه ورځ په کابل کې دچین سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی اړیکو په پراختیا ټینګاروکړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې دبدخشان ولایت دواخان دلرغونو سیمو دسروې په باب چې په نږدې راتلوونکی کې ددواړو هېوادونو دلرغونپوهانو له خوا ترسره کېږی ، دافغانستان _ چین دفرهنګی اوونۍ د جوړولو او وریښمودلارې دارزښت په باب خبرې اترې وکړې.
دغه رازپه کابل کې دچین سفارت شارژدافیرپه فرهنګی برخو کې ددغه هېواد دلازیاتو همکاریو ډاډورکړ .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې په بېلابېلو برخو په تیره بیا په فرهنګی برخو کې او په افغانستان کې له سولې سره دمرستې په برخو کې دچین هېواد همکارۍ وستایلې او ویې ویل ؛ چې فرهنګ او هنر ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګی اړیکو دودې او ټینګښت په لاره کې اغیزمن رول لری .