جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکی وایی چې په دولتی ادارو په ځانګړی ډول د سولې په عالی شوراکې د ښځو سمبولیکه ونډه په هېواد کې دجګړې د دوام لامل ګرځېدلې.
دا څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ دپنجشنبه په ورځ په خوست ولایت کې د افغان ښځو لپاره د سولې د ملی اجماع په اړه یوې غونډې ته وکړې چې ددې ولایت سلګونه مېرمنو په کې ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې وویل، هغه واک او صلاحیت چې د افغانستان اساسی قانون او په هېواد کې نورو فافذه قوانینو ښځو ته ورکړی،هغوى ترې بې برخې دی.
نوموړې وایی چې په هېواد کې د نرواکۍ او د ناسمو دودونو د حاکمیت له امله مېرمنې دافغان سولې ترڅنګ په نورو ډېرو ملی پروسو او مسایلو کې یواځې سمبولیکه ونډه لری، نور هیڅ واک او اختیار نه لری.
ساپۍ زیاته کړه:که افغانستان کې موږ د سمبولیک رول نه شروع کړې نه وای اوس به دغلته نه وای. موږ د اسلام ترڅنګ د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې خپله ونډه غواړو. که چېرې موږ ته موقع راکړل شی او زموږ غږ واورېدل شی، نو موږ کولی شو خپل مشکلات په خپله ژبه ووایو او د حل لار یې په خپله ووایو.
د خوست والی حکم خان حبیبی هم غونډې ته په وینا کې وویل چې د هېواد په سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو چارو کې د افغان مېرمنو ونډه ډېره پیکه ده.هغه د هېواد شته وضعیت ته په اشارې سره اړینه وبلله چې د نارینه وو په څېر مېرمنو سره هم په ټولو ملی مسایلو کې سلا مشوره وشی او د هغوی نظر ته په درنه سترګه وکتل وشی.
دى وایی: د اسلام مقدس دین اساساتو، نافذه قوانینو او زموږ ټولنیزو اړیکو ته په کتو باندې دغه ناسم دودونه چې د ښځو د پرمختګ مخه یې نېولې لرې شی او اړتیا ته په کتو باید ښځې د ژوند په ټولو برخو کې کار وکړی او ددې لپاره باید جدی مبارزه وکړو.
په همدې حال کې د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکی چارو مرستیالې سپوږمۍ وردګ دغې غونډې ته وویل چې په ډېرو مواردو کې ښځې هغوی سره د شوی ناسم چلند له امله نه غواړی، په ځینو مسایلو کې خپل نظر څرګند کړی.نوموړې زیاتوی: تعصب هغه بدکلمه ده چې د سولې د منځه تګ سبب کیږی او سوله د کورنۍ د غېږې نه پیل کیږی او همدا مور ده چې یو کس روزی چې د وطن لپاره
د خپل سر نه تېریږی او همدا مور ده چې یو کس روزی انسانان له منځه وړی او جنګ ته لمن وهی، نو د ښځې رول د یوې کورنۍ د مور په ډول د سولې په راتګ کې ډېر اړین دی.
په خوست کې د نجونو د بی بی حلیمې لېسې یوې ښوونکې شمعې یادې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، مېرمنې غواړی چې په دولتی ادارو کې دندې ترسره کړی، خو په هېواد کې د شته امنیتی ستونزو له امله دې کار ته زړه نه شی ښه کولی.
شمعې زیاته کړه: که سوله وی موږ کولی شو په ښه توګه تدریس وکړو، زده کوونکی وروزو او ټولنې ته ښه کادرونه وړاندې کړو او که سوله نه وی موږ نه شو کولی خپلې دندې ته رسیده ګی وکړو او نه زده کوونکی.
د غونډې ویناوالو همدا ډول په خپلو خبرو کې له ټولو افغان مېرمنو غوښتنه وکړه چې د ولسی جرګې په راتلوونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلی.
هغوی د دولت له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې وسله پر ځمکه کې کېږدی او افغان دولت سره د سولې خبرې وکړی.