روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

جګړییزی ستونزی په خپلو کې هواریدای شی

په هېوادکې دروانی جګړییزی ستونزی درغاونی اوتل پاتی سولی دټینګښت له پاره هڅی ګړندی شوی تمه ده چې ترسره شوی هڅی ښی پایلی ولری او دهېوادوالو اندیښنی پای ومومی.

خو لیدل شوی چې جګړه دا مهال دومره پیچلی او سخته شوی چې دراقابوکیدو چاره یې ستونزمنه ښکاری ځکه دزبرځواکونو ترمنځ سیاسی لوبی راپه ګوته کوی چې مخالفی وسله والی ډلی دځینو هېوادو دملاتړ له کبله په پریکړو او تصمیم نیولو کې خلاص مټ نه لری ترڅو چې دملاتړو هېوادو ګټی پکښی خوندی شوی نه وی نو همداوجهه ده چې دجګړی بڼه بدله شوی او دپریکړو واک خپلواکه نه بلکی دنورو په لمسون نیول کیږی. په تیرو څو کلونو کې کله چې دسولی خبرو اترو ته لارهواره شوی لاس وهونکو هېوادو داسی پلمه راپیدا کړی چې خبری ځڼډنی او دخڼډسره یې مخامخ کړی دی ویلی شو چې دسولی دخبرو اترو پیل اوږدمهاله او دستونزو ډک بریښی.

خو ددی ټولو لاس وهنو سره سره دملی یووالی دحکومت حوصله مندی له لاسه نه ده ورکړی او تل یې دسوله ییزو خبرو اتروته دروازی خلاصی پریښی ترڅو مخالفی وسله والی ډلی دی ته تیاری شی چې دیوی بین الافغانی خبرو اترو له لاری جګړییزو ستونزو له پاره لار ولټول شی او په هېوادکې روانه جګړه پای ومومی. ددی کار له پاره دملی یووالی مشرتوب دخپلو ژمنو پربنسټ وښوده چې په کور دننه او بهر دجګړی دڅرنګوالی او دسولی دټینګښت له پاره داجماع درامنځ ته کیدو هڅی ګړندی شوی چې ورځ تربلی داجماع دپراختیا له امله یولړ لومړنی او دهیلو ډکی لاس ته راوړنی ترسترګو کیږی.

دملی یووالی دحکومت په یوه
بیساری اقدام سره په تیر کوچنی اختر کی داوربندپه اعلانیدو وښوده چې سولی ته ژمن او دهر عملی ګام پورته کیدو ته تیار دی نوځکه یوشمیر مخالفی وسله والو طالبانو ته جوته شوه چې جګړه پردی او دنورو په لمسونی دجګړی پایښت ناوړه او بی ګټی دی. لری به نه وی چې تیروتی طالبان او هغه چې سوله ییزو خبرو اترو ته لیواله وی دسولی په خبرو کې به ګډون وکړی.

خو هغه مخالف وسله وال چې دپردیو په لمسون او مشوره په هېوادکې دجګړی په دوام او پراختیا ټینګار کوی دسخت غبرګون سره به مخامخ شی ځکه دامهال یو لړ سیمه ییزی هڅی چې دسولی په تامین کې مرسته کوی دپام وړګڼل کیږی کیدای شی چې دسولی دنوی خوځښت له امله لاس وهونکی هېوادونه هم دیوه فشار له مخی اړایستل شی چې دترهګرو دملاتړ څخه لاس واخلی او دسولی په پروسه کې عملی مرستی ته راودانګی دملی یووالی دحکومت دامنیت شورا ریس داکتر حمدالله محب دافغانستان له پاره دازبکستان خاص استازی سره په لیدو کې دسیمی په کچه هراړخیزی خبری وکړی او ددواړو هېوادو داړیکو دپیاوړتیا ترڅنګ یې دسولی دتامین او دټینګښت په کار کې ازبکستان دمرستی ژمنه وکړه ازبکستانی پلاوی داهم وویل چې ازبکستان دطالبانو سره په خبرو بوخت دی هیله لری چې یو پلاوی به پاکستان ته ولیږی تیاریو چې دافغانستان پیشنهادونه او غوښتنی به هغه هېواد مشرانو ته ورسوی. دغه راز انګازی خپری شوی چې په مسکو کې دافغانستان دسولی په هکله ځڼډول شوی غونډه به جوړه شی او پدی غونډه کې به دسولی په رامنځ ته کیدو خبری اتری و شی داچې غونډه به څه پایلی ولری دوخت نه مخکی به وی چې خبری ورباندی وشی خو دسولی دعالی شورا مرستیال عزیز الله دین محمددآزادی رادیو سره په مرکه کې ویلی ((چې دیوه توافق له مخی به غونډه جوړه شی او پایلو ته یې هیله من یوو)) خو بیاهم ددی اندیښنه شته چې لاس وهونکی هېوادونه به بیا دخپلو ګټو دخوندیتوب له پاره هڅه وکړی چې دسولی په وړاندی خڼډونه را پیدا کړی او خپلی موخی پکښی ولټوی. ځکه کله چې دسولی دخبرو اترو دپیل کیدو له پاره لار هواره شوی نو لمسول شویو داسی ناوړه او زړه بوګنونکی پیښی ته لاس وراچولی چې ساری یې نه لیدل کیږی مناسبه به داوی که مخالفی وسله والی ډلی او ورسره جوخت دهغوی ملاتړی هېوادونه په سیمه کې دسولی له پاره لیواله وی نو په پوره رښتینتوب دی په غونډو کې ګډون وکړی او هغه لاردی ولټوی چې دافغانانو ترمنځ سوله رامنځ نه کوی. ډیری ځلی دملی یووالی دحکومت مشرتوب په پوره صداقت او رښتینتوب دسولی دخبرو اترو له پاره تیاری ښودلی او هر وخت یې مخالفو وسله والو ته غیږخلاصه کړی چې په یوه بین الافغانی خبرو اترو کې ګډون وکړی ترڅو دروانی جګړی ستونزمنه او پیچلی غوټه پخپله راخلاصه شی ځکه نور لاس وهونکی هېوادونه چې دجګړی دپایښت او دوام څخه ګټه پورته کوی هیڅ وخت دافغانانو ترمنځ دسولی ټینګښت او درامنځ ته کیدل نه شی زغملی نولدی کبله بایدافغانان په خپلوکې کښینی او خپلی ستونزی پخپله هواری کړی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید