روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

جمهور رئیس غنی په افغانستان کې د ایټالیا سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون مازدیګر د ایټالیا سفیر روبیرټو کانټونی سره د مخه ښې کتنه کې نوموړی ته د غازی میرمسجدی خان دولتی م‌‌‌‌‌‌ډال ورکړ.
په دې کتنه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، جمهور رئیس غنی په افغانستان کې د ایټالیا سفیر څخه په مننې له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو قدردانی وکړه او ایټالیا یې د افغانستان دوست او ملاتړی هیواد وباله.
جمهوررئیس د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د مرستو او دوستانه اړیکو په برخه کې د ایټالیا د سفیر هلې ځلې وستایلې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لاپراختیا هیله وکړه.
د ایټالیا سفیر په افغانستان کې په خپل ماموریت د خوښی څرګندولو ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختبا او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړی له جمهوررئیس څخه د ده د هلوځلو د قدردانۍ مننه وکړه او وې ویل ایټالیا د نړیوال او ستراتیژبک ملګری په توګه له افغانستان سره د دوستانه اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ خپلو همکاریو ته دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید