روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

تښتېدلې څېرې دباور وړنه دی

ع-متین

ددی له پاره چې په افغانستان کې سراسری او تل پاتی سوله ټینګښت ومومی اسلامی امارت په جګړه کې دښکیل مقابل لوری ته دبخښنی فرمان صادر کړو او په هېواد کې یې د ورور ګلویز ژوند د رامنځ ته کیدو له پاره خپله غیږ پرانسته هڅه یې وکړه چې په تیرو شلو کلونو کې د افغانانو ترمنځ دبی باوری فضا له منځه یووسی او د پردیو له خوا دویشل شویو هېوادوالو له پاره دیووالی لار هواره کړی. خو یوشمیر ځان خوښی چې دجګړی پرمهال یې شتمنی ترلاسه کړی ده نه غواړی چې افغانان په سوله ییز افغانستان کې د ورونو په څیر ژوند وکړی په مختلفو پلمو او د اشغالګرو هېوادو په لمسون د اسلامی امارت په وړاندی دستونزو په لټون بوخت دی او له بهر څخه د افغانانو ترمنځ تاوتریخوالې را پیدا کیدو ته لمن وهی. ډیری بهرته تښتیدلی چې ځانونه سیاسی مشران ګڼی د افغانانو له پاره دجګړی لاملونه لټوی او د هېواد دسوکالی په وړاندی خڼډونه رامنځ ته کوی. یوشمیر یې په نویو سیاسی ډلو په جوړیدو بوخت دی چې کله کله یې له بهرڅخه د اسلامی امارت پرضد خبرونه راخپریږی. خو دخوښی خبره داده چې په بهرکې تښتیدلی څیری چې په اشغالګره دوره کې دواک پرمهال افغانانو ته خپل امتحان ورکړی او دهغوی را پاتی شوی ستونزی چې په ټولیز ژوند کې نه هیریدونکی دی هر افغان له پامه نه دی غورځولی هغوی چې دبهرنیو مرستو څخه دنګی ودانی او سوداګریز مارکیټونه جوړ کړی دهیڅ هېوادوال څخه یې نه شی پټولی او هغه ناخوالی چې په هېواد کې دمیشتو وګړو ترمنځ یې را پیدا کړی وی رغاول یې اوږد مهاله دی د قومونو ترمنځ دښمنی او په زورباندی کډوالی ته اړایستل او دهغوی دځمکو غضب کول لانجمنی ستونزی لاپرځای پاتی دی. همدا وجهه ده چې د اسلامی امارت له پاره یې بی شمیره ستونزی پرځای پریښی چې دا مهال یې په رغاونه بوخت دی په ډیرو ولایتونو کې د اسلامی امارت د مسؤلینو په هلوځلو دقومونو ترمنځ دبی باوری فضا له منځه تللی تمه ده چې دهېواد د آبادی او سمسورتیا له پاره په ګډه مټی را ونغښتل شی او هغه چاته ددی اجازه ورنه کړل شی چې د ړنګی شوی واکمنی واکمنان بیا په هېواد کې د تاوتریخوالی تخم وشندی. همدا اوس اسلامی امارت په بهرکې میشتو وګړو ته چې دړنګی شوی واکمنی پرمهال دچارو سمبالښت ور دغاړی و او اوس په بهرکې ژوند کوی په هېواد کې دتاوتریخوالی د رامنځ ته کیدو څخه لاس واخلی او دیوه روڼ اندی هېوادوال په څیر دهېواد په آبادی کې برخه واخلی هغه شمیر شخصیتونه چې په بهرکې میشت دی او د افغان شخصیتونو سره دتماس دکمیسیون له لاری اړیکی نیولی او هېوادته راستانه شوی په پوره امن او هوساینه کې ژوند کوی تردی دمه هېوادته د راستانه شویو هېوادوالو په وړاندی کومه ستونزه نه ده را پیدا شوی او دنورو هېوادوالو په څیر دټولو حقوقو څخه برخمن دی. هیله ده چې په بهرکې میشت سیاسیون ددی وروسته د افغانانو د زورونی او مرګ  ژوبلی له پاره لاری ونه لټوی ځکه افغانان د ډیرو اوږدوکلونو جګړو ځپلی پریږدی چې دیوه آزاد او خپلواک هېواد په توګه دهېواد راتلونکی برخه لیک پخپله د افغانانو له خوا وټاکل شی او په ځان باندی دبسیا هېواد په توګه هغه لاری ولټوی چې دهېواد سمسورتیا او پرمختګ پکښی نغښتی وی. همدا اوس اسلامی امارت د اشغالګرو هېوادو او دهغوی دتالی څټو دناوړه تبلیغاتو سره سره په دی توانیدلی چې یو لړ اقتصادی را پاتی شوی ستونزی هواری او دیوشمیر هېوادو سره دسوداګرییزو اړیکو پیوند غښتلی کړی. دسیمی دیوشمر هېوادونو سوداګر لیواله دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړی او دسوداګری راکړه ورکړه پراختیا ومومی داچاره د اسلامی امارت دلوړ پوړو چارواکو سره دبهرنیو هېوادو دپلاو په راتګ او لیدوکتو کې څرګنده شوی تمه ده چې د اقتصادی ودی له پاره به د اسلامی امارت له خوا نوری آسانتیاوی هم رامنځ ته شی ځکه دبهرنیو پانګوالو په باور چې د اسلامی امارت په راتګ سره سراسری امنیت خوندی شوی او هغه ستونزی چې دتیرو رژیمونو پرمهال دبهرنیو پانګوالو په وړاندی شتون درلود له منځه تللی اوس د روڼتیا فضا رامنځ ته شوی او دملی عوایدو له پاره ښی چاری ترسره کیږی.

همدا وجهه ده چې دهری ورځی په تیریدو سره په ملی عوایدو کې زیاتوالی راغلی او په ځان بسیا له پاره خڼډونه او ستونزی دله منځه تلو په حال کېدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید