روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترهغه چې د ترهګرو پټن ځایونه له مینځه نه وی تللی تل پاتې سوله نه شی رامنځ ته کیداې

په هیواد کی د سولی د رامنځ ته کیدو له پاره د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ خبری هوکړی ته ورنیږدی شوی کیدای شی په نیږدی راتلونکی کی ورباندی لاسلیک وشی. خو د رسنیو د رپوټونو له مخی د هوکړه لیک د لاس لیک مخکی پرځینو مسایلو خبری روانی دی ترڅو د لاس لیک له پاره شرایط برابر شی.

افغانان چی د ډیرو کلونو په اوږدوکی د جګړییز ناورین سره مخامخ دی تمه لری چی افغان دولت به د سولی روانی خبری داسی مدیریت کړی چی همیشنی او تل پاتی سوله رامنځ ته کړی ځکه د راخپارو شویو رپوټونو له مخی چی کله کله د رسنیو له خوا رابربڼډیږی په دوحه کی د ترسره شویو خبرو په هکله پوره حزییات د افغانانو سره نه دی شریک شوی نو له دی کبله هیوادوال اندیښمن ښکاری او د امریکاییانو کړوړو ته د شک په سترګه ګوری. خو د ډاډ وړ خبره داده چی افغان دولت د خپلی سوله ییزی کړنلاری له مخی هیڅ ډول هغه هوکړه چی افغانانو ته تل پاتی سوله رامنځ ته نه کړی عملی کول به یی ستونزمن وی ځکه چی افغان دولت چی د افغانانو استازیتوب کوی نه غواړی چی خپل ولس ته د خپل مینځی جګړو له پاره لار هواره کړی او د څوکلونو لاس ته راوړنی بی ارزښته وګڼی. همدا وجهه ده چی ولسمشر محمد اشرف غنی په جګړه کی د ښکیلو بهرنیو دوستانو سره په لیدو کتو کی د همیشنی سولی د رامنځ ته کیدو وړاندوینی شریکی کړی او د هغه ځایه چی د ګواښ او جګړی اورته لمن وهل کیږی ورپه ګوته کړی او ډاګیزه کړی یی ده چی د همیشنی او تل پاتی سولی له پاره باید د جګړه مارانو د پټن ځایونو د له مینځه وړلو له پاره عملی ګامونه پورته شی ترڅو په سیمه کی د همیشنی سولی له پاره ګډی هلی ځلی ترسره او د باور فضا رامنځ ته شی. ولسمشر محمد اشرف غنی په مونیخ کی نړیوال کنفرانس ته په وینا کی وویل چی د پاکستان لخوا د ملا عبدالغنی  برادر خوشی کیدل دا معنی نه لری چی ګواکی اسلام آباد د افغانستان د سولی د بهیر ملاتړ کوی پاکستان باید پر دوو مهمو مسالو خبری ورسره وکړی او هغه دا چی د ترهګرو ملاتړ به دروی او د سیمه ییز امنیت لپاره به په ګډه هوکړه ورسره کوی ملابرادر خوشی کول د سولی د بهیر د ملاتړ معنی نه لری هغه یو فرد دی  موږ صادقانه بحث غواړو چی دوه اړخه لری یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دوهم د سیمه ییز امنیت له پاره ګډ تفاهم دی ولسمشر غنی همدا راز ټینګار وکړ یوازی دا هم کافی نه ده چی طالبان ځان په رسمیاتو کی له القاعده جلا کړی بلکی ډیره مهمه ده چی دا ډله له ټولو تروریستی شبکو چی د افغانستان هرګاونډی او نړیوال قدرت ته ګواښ پیښوی لری شی ځکه په پاکستان کی د طالبانو پټن ځایونه لاهم یوه ستونزه ده ترهګری ډلی افغانستان، سیمی، نړی او امریکا ته ګواښ دی نو د ټولوګډ مسوولیت دی چی پر وړاندی یی مبارزه وکړی.

ولسمشر چی د مونیخ د نړیوال کنفرانس په څنډه کی د ناټو د سازمان سکرتر جنرال ینس ستولټنبرګ  سره په کتنه کی د سولی په روانو خبرو خپلی وړاندوینی شریکی کړی او د افغانانو په مالکیت د سولی په بین الافغانی خبرو پیل کیدو یې ټینګار وکړو. دغه راز ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو، د دفاع وزیر مارک اسپر او د افغان سولی له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره په مونیخ کې دلیدو پرمهال د سولی په ترسره شویو خبرو او دهوکړی لیک په هکله خبری وکړی. د امریکا وزیرانو دکتنی پرمهال دطالبانو سره دتوافق په هکله چې احتمالاْ به په راتلونکو اوونیو کې نهایې شی خبری وکړی او دغه هوکړه لیک یې یومشروطه هوکړه لیک وباله زیاته یې کړه چې دهوکړه لیک په هر بند کې شرط لیکل شوی خو طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پوری کړی. واقعیت او اصلی موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالی لاس واخلی دغه راز دسولی په میکانیزم او دسولی دپروسی پرمالکیت هر اړخیزی خبری وشوی. پریږدی طالبان چې هرڅه وایې ودی وایې له هره ځایه یې چې وایې ودی وایې خو واقعیت دادی چې باید هغوی له تروریزم او القاعده یې سره مخه ښه وکړی او له جنګه لاس واخلی موږ د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړی وو او یوو به. معلومیږی چې ولسمشر د مونیخ په نړیوال کنفرانس کې دخپل سوله ییز دریځ له مخی و توانیده چې دهېواد د روان جګړییز بهیر ته په کتو سره په جګړه کې دنړیوالو شریکانو سره د راتلونکی په هکله واضح او رڼی خبری وکړی ترڅو داسی څه ترسره نه شی چې هېواد بیا په یوه ناوړه او اوږد مهاله خپل منځی جګړه کې را ښکیل شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید