روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

تردې دمه پر ډېرې ستونزې حل شوې دی

دا باید ومنو چې جګړی په پوره پیمانه مالی او ځانی زیانونه پرې اېښی دی، له همدې کبله افغانانو د اوږد مهاله اشغالګرې جګړې زیانونه او ستونزې وګاللې، خو د الله تعال(ج) په نصرت او د مجاهد ولس په سرښندنې سره د اشغالګرانو ټغر د تل لپاره له هېواده ټول شو او په هېواد کې سراسری امنیت رامنځ ته شو. نړیوال سوله غوښتونکی هېوادونه چې زموږ په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو له امله ادېښمن وو، اوس په دې یقینی شوی، چې په افغانستان کې به امنیت ټینګښت مومی او له اسلامی امارت سره اړیکې ټینګوی ،چې همیشنۍ او تل پاتې سوله ټینګه شی.

اسلامی امارت چې د واک په لومړیو ورځو کې د مختلفو غونډو او اعلامیو په ترڅ کې نړیوالو ته ډاډګیرنه ورکړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته د ګواښ او وېرې اجازه ورنه کړل شی او هېڅ تروریستی ډله به په دې ونه توانېږی چې زموږ له هېواده په نورو هېوادو کې تروریستی بریدونه ترسره کړی او امنیت یې له وېرې او ګواښ سره مخامخ شی.

همدا وجهه ده چې په سیمه کې د یوه همیشنی امنیت د خوندیتوب لپاره هڅې پیل شوې او هغه هېوادونه چې د امنیتی ګواښونو له کبله اندېښمن دی، باید د سیمی په کچه د هېوادونو ترمنځ د مناسبو اړیکو پر اختیاته لار هواره کړی ،چې ستونزې او اندېښنې له یو بل سره شریکې او د رغاونې لپاره یې مناسبه لار ولټول شی. هېوادونه کولی چې د منل شویو نړیوالو اړیکو پربنسټ پرته له دې خپلې ګټې په پام کې ونیسی باید د متقابلو ګټو له مخې د یوه او بل په چاروکې لاس وهنه ونه شی، اړیکې ټینګې او د ښه تعامل له مخې د یوه ښه ګاونډی په توګه دیو بل سره د راکړې ورکړې بهیر پیاوړی او د هوساینې په لور ګړندی ګامونه واخستل شی.

د اسلامی امارت د سوله ییزی پالیسۍ له مخې هڅه شوې چې د اشغالګرو ځواکونو څخه د راپاتې شویو ستونزو په رغاونه کې نړیوال تعامل رامنځ ته کړی او هغه دسیسې او ناوړه تبلیغات چې د اسلامی امارت په وړاندې یې رامنځ ته کړی، له منځه یووړل شی. همدا وجهه ده چې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپلې برخې کار خورا ښه تنظیم کړی او د یوې فعالې دیپلوماسۍ پربنسټ هڅه کوی چې نړیوال په دې قانع کړی چې د اسلامی امارت په وړاندې روان تبیلغاتی کمپاین په واقعیتونو نه دی ولاړ او لاس وهونکی هېوادونه هڅه کوی چې د مختلفو بندیزونو له لارې د اسلامی امارت په وړاندې ستونزې راپیدا کړی، ترڅو د هېوادوالو او اسلامی امارت ترمنځ واټن ته لمن ووهی. خو افغانان چې له اوږدمهاله جګړې خلاصون مندلی د اسلامی امارت سره د ملاتړ ترڅنګ د هغو رسنیو ناوړه تبیلغاتو په خنثی کولو کې ملګری دی کوم چې دا مهال د لاس وهونکو اشغالګرو له خوا په لاره اچول شوی دی.

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د تېر په څېر د ازبکستان په غونډه کې چې د جولای د میاشتی په ۲۵ نېټه په تاشکند کې جوړه شوه د اسلامی امارت دریځ روښانه کړو وویل: اسلامی امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او د دوه اړخیزو مشروع ګټو په چوکاټ مثبت تعامل ته چمتو دی.

ښاغلی متقی دا هم ویلی چې اسلامی امارت ټینګ زعم لری چې افغانستان نور، د سولې، ثبات او اقتصادی همکاریو مرکز شی. په افغانستان کې ټیکاو د ټولې  سیمی ثبات تضمینولای شی.

د بهرنیو چارو وزیر په خبره د نوی بهرنی سیاست یو اساسی رکن اقتصاد محوره دی او افغانستان د سیمی په اقتصادی پرمختګ او ثبات کې مهم رول لری.

متقی چې د کنفرانس ګډونوالو ته د اسلامی امارت د لاس ته راوړنو او، اوسنیو ننګونو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل، تمه پیدا شوه چې نړیوال به د مثبت تعامل له مخې د اسلامی امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا غور وکړی ترڅو د اسلامی امارت رسمیت پېژندنې ته لار هواره کړی. همدا اوس د تاشکند د غونډې د ګډونوالو د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزیر په لیدوکتو کې د لاس ته راوړنو ښه خبرو نه ترلاسه شوی، هیله ده چې مقابل لوریو ته جوته شوې وی چې د اسلامی امارت سره پرته له دې چې ښې اړیکې وساتی او د زهرجنو تبیلغاتو پرځای د مشروع تعامل لار غوره کړی، بله لار شتون نه لری. له دې کبله د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ویلی چې هېڅ هېواد په افغانستان باندې د رهبرانو د تپلو حق نه لری. دا په داسې حال کې ده چې اسلامی امارت ټولو ناراضه هېوادوالو ته بلنه ورکړې چې اسلامی امارت غېږ ورته خلاصه ده رادې شی او د اسلامی امارت سره دې یو ځای د هېواد په بیارغاونه او ابادۍ کې برخه واخلی ځکه افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی اوس د دې کور د ابادۍ چارې پخپله په افغانانو پورې اړه لری.

خو هغه مافیایی کړۍ چې د اسلامی امارت د سوله ییز سیاست او د عفوې د فرمان څخه ناوړه ګټه پورته کوی او په هېواد کې یو ځپل بیا جګړییزو ناخالو په وړاندې به یې د اسلامی امارت غبرګون غوڅ او پرېکنده وی. ځکه سوله او د سولې ټینګښت د ټولو افغانانو ګډ ارمان دی او د دې ارمان لپاره هرې سرښندنې ته تیار دی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید