روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بولدک ولسوالۍ کی سیلابونو کی بند پاته پنځه کسان وژغورل سول

د سپین‌بولدک ولسوالۍ، د کونچې علاقې د سره خټ په سیمه کی دوه باروړونکی موټرونه سره له پنځو کسانو د سیلابونو په منځ کی بند پاته وه، چی د بولدک ولسوال حاجی ملاآغا، امنیه قومندان محمود مولوی صاحب په ځانګړې لارښوونه د یادی ولسوالۍ د نهمی حوزې مسئول حقبین صاحب، د لسمی حوزې مسئول فاروقی صاحب او یوشمېر نورو مجاهدینو سره یوځای یادی سیمی ته ولاړل او یاد پنځه کسان، چی په سیلابونو کی بند پاته وه، ویې ژغورل.

تر ژغورولو وروسته یادو مسئولینو او مجاهدینو یاد پنځه کسان په خپلو موټرونو کی خوندی ځایونو ته انتقال کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید