روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بهرنی قدرتونه دی دسیاسی سیالی پرته دسولی په رامنځ ته کیدوکې  مرسته وکړی

څرګنده ده چې را تپل شوی جګړی هېوادوال اندیښمن کړی ځکه چې دجګړی دپای ته رسیدو او دسولی رامنځ ته کیدو له پاره خورا زیاته پیچلی او ستونزمنه لارپه مخکې لرو خو روانی هڅی چې دیوی نوی کورنی او بهرنی خوځښت له امله رامنځ ته شوی دهېوادوالو مړاوی شوی هیلی په یوه ډاډمنه راتلونکی بدلوی او تمه لری چې دنړیوالو په رښتیتنوب او عملی هڅو به شته خڼډونه چې دځینو لاس وهونکو هېوادوله خواشتون لری له منځه یوړل شی او سوله ییزو خبرو اترو پیل کیدو ته به لار هواره شی.

پوهیږو چې تردی دمه دجګړی مقابل لوری په جګړه ټینګار کوی او ملاتړی هېوادونه یې هم دی ته تیار نه دی چې زموږ په هېواد کې څوکلنه جګړه پای ته ورسیږی او یوه همیشنی تل پاتی سوله ټینګښت ومومی. خو دملی یووالی دحکومت دمشرتابه ژمنی چې دسولی درامنځ ته کیدو له پاره یې کړی وی په عملی توګه یې دمختلفو لارو په لټون سره څرګنده کړی چې دیوی پخی او ټینګی ارادی له مخی دهغو خڼډونو په لری کونه بوخت دی چې دسولی په وړاندی شتون لری.

هېوادوالو ولیدل چې دملی یووالی دحکومت دمشرتابه په هڅو دنړیوالو په نیت کې ژوربدلون د رامنځ ته کیدو په حال کې دی ډاډه یو چې آّهسته آهسته به دترهګرو په ملاتړ کوونکو شک په یقین بدل شی او دترهګرو دملاتړ کوونکو غولوونکی هڅی به په سین لاهوشی.

ډیری هېوادونه چې زمونږ په هېواد کې د روانی جګړی نندار چیان و اوس دجګړی دسپرغیو دخپریدوله امله اندیښمن ښکاری او لیواله دی چې یوه مناسبه لار ولټول شی څو روانه جګړه پای ومومی نوځکه دولسمشر سره په لیدوکتو کې دسولی په رامنځ نه کیدوکې دمرستی ژمنی کوی او جګړه دستونزو د حل لارنه ګڼی. ولسمشر محمد اشرف غنی چې سوله ییزو هڅو ته یې په کاری لومړیتوبونو کې ځای ورکړی وتوانیده په کور دننه او بهر د اجماع په رامنځ ته کیدو سره یونوی خوځښت رامنځ ته کړی او په هېواد کې د روانی جګړی پرڅرنګوالی نړیوال وپوهوی چې روانه جګړه چې یو نړیواله ترهګرییزه بڼه لری دپای ته رسیدو په کار کې به یې ګټی نړیوالو ته ورسیږی او اوسنی اندیښنی چې کله کله دخپرندویه سرچینو څخه رابرسیره کیږی له منځه لاړی شی.

مناسبه اوپرځای خبره داده چې زموږ سره په روانه ترهګرییزه جګړه کې ښکیل هېوادونه په دی پوه شول چې روانه جګړه چې د اندیښنی وړده باید دراقابوکیدو له پاره یې په نویو لارو چارو غوروشی او هرهغه څه چې افغانان وایې په ژوره توګه په خلاصو غوږونو واوریدل شی ځکه چې دروانی جګړی بڼه ورځ تربلی بدلون مومی او تمویل کوونکی هېوادونه په دی فکر کې دی چې په جګړه کې ښکیل هېوادونه دیوه اوږد مهاله جګړی سره مخامخ کړی نو اړینه ده چې دپوځی هڅو دپیاوړتیا ترڅنګ دهغو لارو په لټون فکر وشی چې سوله ورباندی رامنځ ته کیږی نوله دی کبله هم په کور دننه او بهر دسولی دخبرو اترو دپیل کیدو دروازی خلاصی پریښودل شوی او دخبرو اترو دپیل کیدو له پاره عملی ګامونه پورته شول د امریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد چې د سوله ییزو هڅوله پاره ګمارل شوی یولړ سفرونه چې اړتیا ورته لیدل کیده ترسره شول او اوس هم په دی ورځو کې هغو هېوادوته په سفر بوخت دی کوم چې د روانی جګړی په راقابوکیدو کې اړین بریښی. تمه پیدا شوی چې دخلیل زاد روانی هڅی به لاس ته راوړنی ولری ځکه چې خلیل زاد په مسکو کې ډاګیزه کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازی او یوازی دخبرو اترو له لاری هواریدای شی او افغانان باید په خپلو کې سره کښینی اوپه ګډه دخپل هېواد برخلیک پخپله وټاکی نه داچې بهرنی قدرتونه پرافغانانو سیاسی هواری وروتپی.

ولسمشر محمد اشرف غنی هم په مختلفو کورنیو او بهرنیو غونډوکې دګډون پرمهال ټینګار کړی چې دسولی رامنځ ته کیدل او ټینګښت پخپله د افغانانو په مالکیت دیوی بین الافغانی خبرو اترو له لاری هواریدای شی ځکه افغانان په خپلو نیمګړتیاو او رامنځ ته شویو ستونزو پخپله ښه پوهیږی. نوځکه هر وخت وړاندوینه پردی ده چې مقابل لوری دی دنورو دلمسون پرته مخامخ خبرو اترو ته تیاری ونیسی اوپه هېواد کې د رامنځ ته شوی جګړی دپای ته رسیدو له پاره دی په ګډه دعملی لارو په لټون فکر وکړی ولسمشر محمد‏اشرف غنی دولت له خوا مرکچی پلاوی سره په کتنه کې دسولی طرحه او اساسی کرښی دلارښوونی سره سمی څرګندی کړی هیله مندیو چې ددی لاری وکولی شو سولی ته درسیدو په لارکې ښی لاس ته راوړنی ولرو. دولتی چارواکې چې دسولی رامنځ ته کیدو ته ژمن دی په مخالفو وسله والو طالبانو غږ کوی چې د دولت په څیر عملی ګامونه پورته کړی او دنورو دلمسون پرته خپل مرکچی پلاوی وټاکی څو دبین افغانی خبرو اترو دپیل کیدو پرمهال په جګړییزو ستونزو خبری وشی او دهمیشنی او سراسری سولی له پاره لار هواره او دهوساینی اوږد مهاله لار رالڼډه شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید