روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

برېتانیا د طالبانو پر ضد د وسله والو ملاتړ نه کوی

د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت، د افغانستان لپاره د برتانیا د سفیر هوګو شارتر له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وایی، د ده د هېواد پالیسی دا ده چې د طالبانو د حکومت پرضد د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوی.

د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپاره شوی بیان کې وېیل شوی چې ښاغلی شارټر دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره په دوحه کې د کتنې پرمهال کړې دی.

په بیان کې د برتانیا د سفیر له قوله همداراز وېیل شوی چې برتانیا له نړیوال بانک سره په ګډه پر یوه طرح کار کوی،چې افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځ ته کولو کې همکاری وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید