روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اوس په افغانستان کی د کانونو قوانین معیاری او د پانګونی لپاره زمینه برابره شوی ده

کانونه او معدنونه دهیوادملی شتمنی ده چی که په معیاری او فنی ډول استخراج او راوسپړل شی نه یوازی دبیکاری سطحه به راټیټه شی بلکی دملی اقتصادستنی به هم مضبوطی او پیاوړی شی.

له بده مرغه افغانستان چی دکانونو او معدنو له درکه یو شتمن او غنی هیواددی دکورنی جګړی په تیره بیا دنااعلام شوی تروریستی او استخباراتی جګړی په دوران کی یی کانونه او معدنونه په فنی او معیاری ډول نه استخراجیږی بلکی دځینو مافیایی کړیو له خوا بهرنیو هیوادونو ته په ډیرو ناچیزو پیسو قاچاقیږی او پیسی یی دهمدی مافیایی کړیو جیبونو ته لویږی چی بایدمخه یی ونیول شی او عاملین یی دقانون په رڼاکی مجازات شی.دافغانستان اسلامی دولت اوس دبل هر وخت نه دهیوادکانونو ته خاصه او ځانګړی پاملرنه کړیده چی نه یوازی دمافیایی کړیو دغیر معیاری او فنی استخراج او سپړنی مخنیوی یی په لومړیتوبونه کی دی بلکی دنړی دهیوادونو سوداګر او پانګوال هم تشویق او هڅوی چی په افغانستان کی پانګونه وکړی.دروان ۱۳۹۸ کال دلړم په ۲مه دجاپان هیوادته دهیواددجمهور رییس محمداشرف غنی دخپل سفر په ترڅ کی ددی هیواددنوی امپراطور دانتخاب او ټاکلو په مراسمو کی دجاپان سوداګر او پانګوال وهڅول چی دافغانستان په کانونو باندی بانګونه وکړی.هغه دجاپان دهیواددپانګوالو سره دلیدنی په وخت کی وویل: زمونږ ددواړو هیوادونو خلک له ډیرو کلونو راهیسی ښی او دوستانه اړیکی لری او دا اړیکی دوامدار او ستراتیژیکی دی چی دافغانستان په بیلابیلو برخوکی دپرمختګ او انکشاف لامل شوی دی او له دی وروسته به لاهم پراخه او پیاوړی شی.

جمهور رئیس په دی مراسمو کی دی خبری ته هم اشاره وکړه چی دافغانستان دکانوړنو قوانین اوس معیاری شوی دی او دکانونو په برخه کی دپانګونی لپاره زمینه برابره شوی ده هغه دجاپان له لومړی وزیر شنزو آبی څخه وغوښتل چی خپل پانګوال وهڅوی چی دافغانستان په کانونو او معدنونو پانګونه وکړی.

په مقابل کی دجاپان لومړی وزیر دافغانانو سره دمرستی او همکاری دتیاری ترڅنګ وویل: دتروریزم په مقابل کی دافغانانو او افغان حکومت مبارزه دستاینی وړ ده ځکه افغانستان دسولی پلوی هیواددی او په افغانستان کی سوله او ثبات په سیمه او نړی کی دسولی او ثبات په مانا دی او هیوادیی دسولی دهغی پروسی ملاتړ کوی چی دافغان حکومت او خلکو په رهبری او مالکیت وی.

باور دی که افغان چارواکی په تیره بیا دکانونو دوزارت چارواکی او مسئولین نه یوازی داخلی متشبثین او دخصوصی سکتور دبرخی دپانګوالو ترڅنګ بهرنی پانګوال دافغانستان په کانونو او معدنونو دپانګونی لپاره تشویق او وهڅوی نه یوازی دهیوادډیر بیکاره ځوانان ته به دکارکولو لپاره او بوختیاوی برابری شی بلکی دهیواددسولی له پروسی سره به هم خاصه او ځانګړی مرسته وکړی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید