روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امنیتی ځواکونه د هېواد او هېوادوالو رښتینې ساتندویان دی

د افغانستان د ملی واکمنی د دفاع او ساتنی له پاره د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو(ملی اردو ، ملی پولیس او ملی امنیت ) هوډ بی له شکه چی ډیر اوچت او پیاوړی دی اوپه دی لاره کی یی تل بی ساری اتلولی له ځانه ښودلی او لا هم د سرلوړی افغانستان او د پتمنو هیوادوالو د دفاع په لاره کی افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د هر ډول سرښندونکی مبارزی او قربانی له پاره په پوره رښتینولی تل چمتو دی، البته دافغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه د هیوادوالو د ملاتړ ترڅنګ په هرراز شرایطو کې د افغان حکومت د مشرتابه دوامداره او هراړخیز ملاتړ هم له ځانه سره لری ، لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو له منسوبینو سره د لیدنې کتنې په لړکې  د روان لمریز کال د زمری میاشتې په (۳۱) نیټه له غرمې مخکې د ملی امنیت عمومی ریاست له رهبری پلاوی او منسوبینو سره د یاد ریاست په مقر کې کتنه کړی ده ، البته ددې کتنې په لړکې لومړی د ملی امنیت عمومی رئیس محمد معصوم ستانکزی ملی امنیت او ددې امنیتی  بنسټ مسلکی کولو او پیاوړتیا ته د جمهوررئیس له پاملرنې د مننی ترڅنګ ویلی دی چی پرستونزو سربیره د  جمهوررئیس امنیتی لیدلوری ددې لامل شوی، چې هیواد د ثبات لور ته ولاړ شی   نوموړی په دې ټینګار کړی  چې د ملی امنیت اداره هڅه کوی د تروریستانو پټنځایونه له منځه یوسی، د ملی امنیت منسوبین هره شیبه تیار دی  چې له ولسی نظام، ملی حاکمیت،مځکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیسو دفاع وکړی  همدا شان جمهوررئیس د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مبارکې ترڅنګ هم د خپلې وینا په لړکې داسې ویلی دی: «د هیواد د امنیت ګډوډولو لپاره د دښمن د ذلیلو هڅو سره سره د ستاسو دنده ددې لامل شوې، چې د ناامنیو مخه ونیول شی.

تاسو نوم ورکی سرتیری نه  بلکې د هیواد نوموتی اتلان یاست.  په تیرو اووه میاشتو کې د زیاتو ګواښونو سره سره، تاسو په قوی اراده د طالبانو او نورو تروریستی ډلو ملاماته کړې او هیڅ تروریستی ډلې ته مو اجازه نه ده ورکړې، چې خپل فعالیتونه پراخ کړی، زموږ خلک هیڅ تروریستی ډلې ته سرنه ټیټوی ، تاسو ددې هیواد  رښتینی بچیان یاست  دوستانو او دښمنانو ته مو ثابته کړه، چې متزلزله نه یاست او د خپل هیواد ساتنه کوئ.

ستاسو ارادې او قدرت ددې زمینه برابره کړې، چې موږ د سیاست په ډګر کې په قاطعیت خبرې وکړو، سم تصمیم ونیسو، په تدبیر عمل وکړو او په جګړه او سیاست کې بریالی شو، زموږ دولت د نړیوالې ټولنې یو مهم شریک دی او زموږ له امنیتی او دفاعی ځواکونو سره نړیوالې مرستې دوام کوی. نوموړی دا هم ویلی چې : طالبان یوه ورانکاره ډله ده او تل هڅه کوی خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ورسوی. په همدې اساس، دا ستاسو دنده ده، چې دغه ورانکاره ډله له منځه یوسئ او هغوی ته اجازه ور نه کړئ چې هیواد او خلکو ته زیان ورسوی. جمهوررئیس غنی د خپلو خبرو په پای کې ویلی: زموږ جهاد برحق جهاد دی او د سولې تر ټینګښت پورې  د هیواد په هره څنډه کې ددې خاورې دښمنان وځپئ.» ، البته حقیقت بیا دادی چې د تیرو (۱۸) کلونو په لړکې په افغانستان کې د نړیوال تروریزم په وړاندې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ( ملی اردو ، ملی پولیس او ملی امنیت ) د هر ډول قربانۍ په منلو سره د خپل هیواد او خلکو ساتنه او دفاع په پوره میړانې سره کړی او له هیچا پټه نه ده چې د افغان امنیتی ځواکونو په وړاندې یو شمیر بهرنۍ استخباراتی شبکې هڅه کوی چې جګړه په افغانستان کې په دوامدار ډول  جاری وساتی خو افغان دولت او خلکو له نړیوال تروریزم سره د جګړې په بهیر کې د هیواد د دښمنانو ناوړه دسیسې په خپل وخت د امنیتی ځواکونو پر مټ شنډې کړی دی، په تیرو کابو ۱۸ کلونو کې افغان امنیتی ځواکونو وکولای شول چې په ټولیزه توګه وسله وال مخالفین د هیواد په هرګوټ کې ښه وځپی او  ددې مجال هم ورنه کړی چې کومه سیمه ونیسی او ترخپل کنترول لاندې یې راولی ، افغان دولت د تروریزم د له منځه وړلو له پاره شپه او ورځ هڅه کوی چې خپل امنیتی ځواکونه له هره اړخه او په ځانګړی ډول د هوایی ځواک له پلوه یې پیاوړی او غښتلې کړی نن زموږ امنیتی ځواکونه په ځانګړی ډول له خپل هیواد او خلکو څخه دفاع او ساتنه کوی او د دښمنانو قوی سنګرونه د جنګی الوتکو په وسیله د پوځی یرغلیزوعملیاتو په بهیر کې له منځه وړی ، نو افغان ولس تل په خپل امنیتی ځواکونو چی په حقیقت کې هغه ټول د دوئ اولادونه دی او د ګران افغانستان رښتینې ساتندویان دی تل ویاړی اود زړه له تله یې ستاینه کوی او په هر جګړییزډګر کې پرغاصب دښمن ددوئ د بریالیتوبونو هیله
کوی
.

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید