روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امنیتی او دفاعی ځواکونه تل د ولس له پراخ ملاتړڅخه برخمن دی

هرساعت او هره شیبه باید دافغان امنیتی او دفاعی ځواکونوستاینه او قدردانی وشی ځکه چې دوئ شپه او ورځ دخپلو خلکو اوګران هیواد له لویشت لویشت خاورې څخه د دفاع اوساتنې په موخه ویښ او بیداردی اوهرهغه افغان دښمنه غلیم چې غواړی دهیوادوالو امنیت وګواښوی نودوئ یې پروړاندې ودریږی او خپله سینه سپرکوی، البته دې ټکی ته موهم باید پام وی چې د افغانستان ملی امنیتی او دفاعی ځواکونود تاریخ په اوږدو کې د خپل هیواد، له ځمکنۍ بشپړتیا او ملی واکمنۍ څخه د هر ډول قربانۍ په منلو سره تل دفاع کړې او د هیواد د ښمنانو ته یې داسې ماتې ورکړې چې د تاریخ له حافظې څخه هیڅ وخت هیریدلی نه شی او راتلونکی نسلونه به هم د تل له پاره پرې ویاړی، ځکه تاریخ شاهد دی چې زموږ پر ویاړلی هیواد هر وخت چې د نړۍ زبرځواکونو او نیواکګرو برید کړی، د امنیتی ځواکونو او افغان ولس له سخت مقاومت سره مخامخ شوی او بیایې هیڅګله هم خپل سر له خپلې تنې سره بیرته نه دې وړی…، البته په روانه ۲۱ تمه پیړۍ کې هم دافغانستان خلک له نړیوال تروریزم او افراطیت سره سختې جګړې پرمخ وړی او نړیوال تروریزم په ډیره بې رحمانه توګه دافغانستان ځوانان، سپین ږیری، ښځې او ماشومان په ډله ییزواو ځانمرګو بریدونو کې له منځه وړی او د هیواد په ټولو ولایتونو کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پروړاندې کرغیړنه جګړه پر مخ وړی، په افغانستان کې د نړیوال تروریزم په وړاندې افغان امنیتی ځواکونو د هر ډول قربانۍ په منلو سره د خپل هیواد او خلکو ساتنه او دفاع په پوره میړانې سره کړی او دا له هیچا پټه نه ده چې د افغان امنیتی ځواکونو په وړاندې یو شمیر بهرنۍ استخباراتی شبکې هڅه کوی چې جګړه په افغانستان کې په دوامداره ډول جاری وساتی خو افغان دولت او خلکو له نړیوال تروریزم سره د جګړې په بهیر کې د هیواد د دښمنانو ناوړه دسیسې په خپل وخت د امنیتی ځواکونو پر مټ شنډې کړی دی، په تیرو ۱۸ کلونو کې افغان امنیتی ځواکونو وکولای شول چې په ټولیزه توګه وسله والې مخالفې ډلې د هیواد په هرګوټ کې ښې وځپی، افغان دولت د تروریزم د له منځه وړلو له پاره شپه او ورځ هڅه کوی چې خپل امنیتی ځواکونه له هره اړخه او په ځانګړی ډول د هوایی ځواک له پلوه یې پیاوړی او غښتلې کړی نن زموږ امنیتی ځواکونه په ځانګړی ډول له خپل هیواد او خلکو څخه دفاع او ساتنه کوی او د دښمنانو کلک سنګرونه د جنګی الوتکو په وسیله د پوځی یرغلیزوعملیاتو په بهیر کې له منځه وړی، همدا رنګه افغان ولس تل په خپلو امنیتی ځواکونو چی په حقیقت کې هغه ټول د دوئ اولادونه دی او د ګران افغانستان رښتینې ساتندویان او بچیان دی پری ویاړی اود زړه له تله یې ستاینه کوی.
دغه راز ددی ټکی یادونه هم ضروری ده چی په هیواد کی د پردیو له خوا همدغی تپل شوی بدمرغی جګړی واقعاً په ټولیزه توګه افغان ولس هم خواشینی کړى دى اوهره ورځ ددغی جګړی دناخوالو له امله عملاً قربانی ورکوی اوله نه جبیره کیدونکو مالی او ځانی زیانونو سره مخامخ کیږی نو ددغی بدمرغی جګړی دختمولو اودهغو کسانو په پوهولو چی په یو ډول نه یو ډول دافغانستان له اسلامی دولت څخه ناراضه دی اوپروسله وال مخالفت یی لاس پوری کړى دى، دهیواد دقدرمنو علمای کرامو ونډه ارزښتناکه او اغیزمنه ده اوهم دافغانانو ترمنځ د پراخ بنسټه اتفاق، اتحاد اوملی یووالی رامنځته کولو او ټینګښت په برخه کی هم دقدرمنو دینی عالمانو رول ډیر ارزښتناک، گټور او دپام وړدى، په دی اساس دهمدغه اصل مطابق باید افغانان په خپلو کی داتفاق، اتحاد، ملى پیوستون اوملی یووالی مزی کلک ترڅو له هر راز بدمرغیو اوناخوالو څخه چی اوس ورسره لاس اوګریوان دی وژغورل شی، اوپه پایله کی تلپاتی نیکمرغه سوله او ډاډمن امنیت په ټول هیواد کی ټینګ شی، ترڅو دافغان دښمنو بهرنیو استخباراتی شبکو ټولی ناوړه دسیسی او شوم اهداف شنډ او له خاورو سره خاوری شی او بالاخره په پایله کی افغان جګړه ځپلی ولس ته په خپل پلرنی ټاټوبی سرلوړی افغانستان کی په تلپاتی ډول دهوسا ژوند دپرمخ بیولو لپاره بشپړه سوله ییزه اوډاډمنه فضا مساعده شی، نو دمګړۍ د یو بیساری لومړیتوب له کبله ددې اړتیا لیدل کیږی چی افغان ولس باید سل په سلو کې دخپل امنیتی او دفاعی ځواکونو پراخ ملاتړ وکړی اوتل په هرډول شرایطو کې له دوئ سره همکاری وکړی ترهغه چې دوئ پردې وتوانیږی چې دافغان دښمنو کړیو ټول شوم اغراض په ریښو کې شنډ اودوئ ته هم د جګړې په ډګرکې ریزمریزکوونکی ګوذارونه ورکړی او بالاخره په پایله کې ډاډمن امنیت او نیکمرغه سوله افغان مظلوم ولس ته ورپه برخه کړی.
ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید