روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت  دوام لپاره نوې شارژدافیره ټاکلې

یو کال وړاندې په افغانستان د اسلامی‌امارت بیا ځلې واک ته رسېدو سره سم د امریکا په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو په کابل کې سفارتونه وتړل.

له دغې ډلې هېوادونو امریکا خپل سفارت قطر ته انتقال کړ،خو فعالیت یې هغسې نه و، لکه څرنګه یې چې اړتیا لیدل کېده.

اوس تازه په کابل کې د امریکا سفارت پر فېسبوک پاڼه خبر ورکړی ،چې افغانستان کې د خپل ماموریت دوام په موخه یې نوې شارژدافیره کرن ډیکر ټاکلې او یاد کار یې له افغانانو سره د ژمنتیا او مثبتو اړیکو ساتلو په موخه کړی دی.

یاد سفارت زیاته کړې:«د شارژدافیرې په توګه د کرن ډیکر ټاکنه دافغانستان له خلکو سره د امریکامتحدو ایالتونو د دوامداره ژمنتیا او د مثبتو پایلو یوه بله نښه ده،چې دوی یې مستحق دی.»

کرن ډیکر چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره نوې مشره ټاکل شوې، پر ټویټر پاڼه دې نوې دندې ته خوښی ښودلې او وېیلی یې، له اوسنیو چارواکیو سره به د خبرو اترو هڅه وکړی او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره به کار کوی.

ډیکر زیاته کړې:« ویاړم،چې د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ماموریت مشری کوم. زه د افغانستان له استازو او اتباعو سره خبرو ته چمتو یم او صادقانه او آزادو اړیکو ته سترګې پر لاره یم.

ممکن است شما دوست داشته باشید