روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

امریکا د ګندهارا تمدن د میلیونونه ډالرو، افغان آثار پاکستان ته سپارلی

امریکایی رسنیوو خبر ورکړی چې د ګندهارا لرغونی افغان تمدن اړوند د میلیونونو ډالرو قاچاق شوی تاریخی آثار په خپله خاوره کې له موندلو وروسته پاکستان ته سپارلی دی. د دغو آثارو د کره شمېرې په اړه ډېر جزئیات نه دی ورکړل شوی.

د ګندهارا لرغونی تمدن، چې له بودایی دورې سره هم مهاله و، د افغانستان له پلازمېنې پیل او اوسنی ننګرهار یې مرکز ګڼل کېږی.

پښتونخوا، د اوسنی پاکستان د پنجاب ځینې شمالی سیمې او د کشمیر یوه برخه هم د دغه تمدن اړوندې سیمې وې. پاکستان په داسې حال کې د لرغونی ګندهارا د تاریخی آثارو او میراث دعوه لری، چې هغه مهال یې بیخی وجود نه درلود او د پخوانی هندوستان یوه برخه و. فرهنګی کارپوهان د افغانستان د اسلامی امارت له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړی، چې دا موضوع په مسئولانه ډول تعقیب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید