روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

الله(ج) دی جګړه پای ته ورسوی ترڅو په هوساینه کې ژوند وکړو

د روژی مبارکه میاشت چې دنړی ټول مسلمانان یې په عبادتونو او الله(ج) ته دګناهونو دبخښنی په دعاګانو بدرګه کوی تمه لری چې په دی میاشت کې په خپلو تیرو ترسره شویو ګناه هونو پښیمانی وښایی او د الله(ج) څخه دمغفرت غوښتنه وکړی. د روژی دمبارکی میاشتی فضلیت او ثواب چې دنورو میاشتو په پرتله څوچنده زیات دی نوځکه پکښی مسلمانان د زیاتو عبادتونو او دګوناهونو دبخښنی له پاره دخدای(ج) دربار ته لاس لپه کوی او دبخښنی زاری ورته کوی. دا میاشت چې دخپلو برکتونو او زیاتو پریمانیو سره مل وی شتمنوته پکښی لارښوونه شوی چې دناتوانه اوبی وسو مسلمانانو لاس نیوی وکړی او دهغوی سره مرستی ته ورودانګی څو دزیاتو ثوابونو څخه برخمن شی د روژی په مبارکه میاشت کې یوه روژه تی ته د روژه ماتی د روژه نیونکی په اندازه ثواب ترلاسه کولی شی دغه راز په دی مبارکه میاشت کې دعبادتونو ثواب زیاتیږی او دیوی ځانګړی یعنی دقدر دشپی ثواب چې د زرو میاشتو دثواب سره سمون خوری ددی میاشتی ځانګړنه را په ګوته کوی چی زیات عبادت وکړو ترڅو زیات ثواب ترلاسه کړو نو په هرمومن مسلمان لازمه ده چې پدی میاشت کې دخپلو نورو کارونو ترڅنګ عبادت ته زیاته برخه ورکړی او د الله(ج) څخه دبخښنی دعاګانی په خپلو عبادتونو کې هیری نه کړی. ځکه د روژی مبارکه میاشت چې دیوه کال په اوږدوکې یوځل راځی نوتربله څوک ژوندی او څوک مړه خوغوره به وی چې د الله(ج) دبخښنی له نعمت څخه بی برخی نه شو اوپه خپلو عبادتی زاریو او دعاګانو کی د الله(ج) رضا حاصله کړو باید ومنو چې په دی میاشت کې هیڅ دعاګو به د الله(ج) څخه ناهیلی پاتی نه شی ترهغی چې د زړه له تله خپله دعا دعبادتونو سره بدرګه کړی ډیری هېوادوال چې په جوماتونو او عبادت ځایونو کې د روژی په مبارکه میاشت کې دسولی او سوکالی په هکله دعاګانی کوی او د الله(ج) څخه غواړی زموږ په هېواد کې سوله راشی ترڅو مسلمانان په ډاډه زړه او هوساینی سره عبادت ځایونو ته ولاړشی او د الله(ج) اوامر پرځای کړی. خو د الله(ج) رضایت به نه وی حاصل شوی او په اعمالو او عبادتونو کې به مو دنیمګړتیاله کبله دعاګانی نه وی قبول شوی نویوځل بیا د الله(ج) څخه په دی جګړه ځپلی هېواد کې دجګړی دبندیدو دعاګانی کوو او د الله درحمت غوښتونکی یوترڅو دجګړی دښکیلو غاړو په زړونو کې دیوه بل په وړاندی دخواخوږی او زړه سوی رحم پیدا کړل شی ترڅو دجګړی او وینوتویونو مخه ونیول شی او په هېواد کې څوکلنه جګړه چی ګټه یې نوروته رسیږی پای ومومی او دهېواد مسلمان او متدین خلک په ډاډه زړه خپلو عبادتونو ته ادامه ورکړی او د الله تعالا رضا حاصله کړی. مسلمانان چې دالله(ج) په رحمت او مغفرت باورمن دی هڅه به وکړی چې په دی مبارکه میاشت کې د اسلامی لارښوونو سره سم په خپلو عبادتونو کې زیاتوالی راولی او دالله تعالا درضایت له پاره په خپلو ورځینو چاروکې اسلامی نیمګړتیاوی چې دګوناهونو وړګرځی ځان وژغوری او دټولنیز ژوند دهوساینی له پاره داسی چاری ترسره کړی چې مسلمانانوته یې خیر ښیګڼی ور ورسیږی تمه ده چې د روژی وروستی ورځی چې کوچنی اختر ته د رارسیدو زیری ورکوی هېوادوال په یوه آرامه او د ډزو دغږ پرته ونمانځی ځکه جګړی ډیری ناخوالی راپریښی او د ډیرو کورنیو په کور کې یې داختر دخوشحالی د نمانځنی پرځای دویر ټغر خپور کړی داچې داختر ورځی په خوشحالی سره ونمانځو نو هیله ده چې د جګړی دواړه غاړی په یوه اوربند موافقه وکړی څو هېوادوال دویر پرخای دخوشحالی څخه برخمن شی.

قیوم

ممکن است شما دوست داشته باشید