روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اقتصادی کمېسیون؛له دې وروسته به پر اصنافو د پام وړ مالیه راکمه شی

اقتصادی کمېسیون؛له دې وروسته به پر اصنافو د پام وړ مالیه راکمه شی
د ریاست‌الوزراء د لومړی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ اقتصادی کمېسیون د سوداګرۍ وزارت له لوری په هیواد کې د اقتصادی زونونو د جوړولو او ترانسپورټ وزارت له لوری په ټولو ولایتونو کې د ترانسپورټی اډو او ترمینلونو د مدیریت او تنظیم طرحو د ارزونې لپاره ځانګړو کمېټو ته دنده وسپارله، څو یې په اړه د یاد کمېسیون راتلونکی مجلس ته راپور وړاندې کړی. همدارنګه د یاد کمېسیون د پرېکړې پر اساس، د احصائیې ملی ادارې اړوند د «۶۰» جنراتورونو د اخیستلو موضوع د «۱۴۰۱» مالی کال د بودیجې تر تصویب پورې وځنډېده. اقتصادی ‌کمېسیون د مالیې وزارت هغه وړاندیز چې د هیوادوالو اقتصادی وضعیت ته په کتو او د اصنافو د ملاتړ په موخه د یو کال لپاره د اصنافو مالیه له (۱.۵) څخه (۰.۵) سلنې ته راکمېږی؛ د تطبیق وړ وباله او وپتېیل شوه، چې له هغه وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیول‌ کېږی.
ممکن است شما دوست داشته باشید