روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

افغان مجاهد  د استکباری نېواک په وړاندې د دریمې زریزې مجدد شو

نبیل

«مطلب د استقلال د سلمې کلیزې به مناسبت لیکل شوی و، خو د افغان مجاهد داستکباری نیواک په وړاندې د دریمې زریزې د مجدد کېدلو همدا د اسد ۲۴مه او دسنبلې ۹ نېټې دی ځکه یې بیا نشر بې ځایه نه دی»

هسې خو له نږدې (۵۰۰) کاله قبل المیلاد راهیسې په دې خاوره یرغلونه کېږی او بېرته له ماتو سره مخ کېږی، خو له (۱۹۸۹) میلادی کال را په دېخوا د وخت د ستر ابر قدرت شوروی اتحاد ماته چې په ټوله نړۍ کې یې انقلاب راوست؛ ډېره حیرانوونکې خبره او په ظاهری اسبابو نه پرتله کېدونکې جګړه او ماته وه .

له همدې نېټې راوروسته چې نړۍ د نړۍ یکه تاز او بې سیاله زبرځواک (امریکا) ته پاته شوه، نو له هماغه زمانې راهیسې دا (۳۰) کاله دغه استکباری زبرځواک د نړۍ په نږدې ټولو خپلواکو زورورو او کمزورو هیوادونو په بېلابېلو ډولونو خپل تسلط او حاکمیت منلی، دا چې په وړاندې یې هېڅ راز قوت مقابله نه شوای کولای، ځکه یې نو چا په وړاندې د مقابلې او مبارزې تصور هم نه شو کولای او د تل لپاره یې د دوی فرعونیت منلی و .

خو په افغانستان کې د (۲۰) کلنې اوږدې جګړې له بایللو وروسته چې له دې خاورې وتو ته مجبور شول، نور یې نو په نړۍ دیکه تازۍ او استبداد راج ختم شو او له دغې نظامی او اقتصادی ماتې سره یې د ضعف او شکست راز وپاشل شو، نور نو د نړۍ په یوه کمزوری هیواد هم خپل استبداد او حاکمیت په اسانۍ سره نه شی منلی .

همدا د افغان مجاهد د قربانۍ او مقاومت هغه اصل او ځانګړتیا ده چې نوموړی یې د دغې دریمې زریزې مجدد کړ او د نړۍ ټولو محکومو ولسونو ته یې د ویښتابه او خپلواکۍ لارې چارې بیا ور په ګوته کړې .

له دې وروسته به ولسونه او حکومتونه د زورورو هر څه په پټو سترګو نه منی او د دغه مېړنی افغان مجاهد له مبارزې او قربانۍ نه په پیروی به زورواکو او تاړاک ګرو ته نه تسلیمېږی .

له نېکه بخته چې په هیواد کې د امریکایانو د ماتې شواهد د استقلال له سلمې کلیزې سره مصادف شول او دا دی د هیواد په بېلابېلو برخو کې مجاهدین د امریکایانو او د هغوی د غلامانو له ځپلو سره یوځای د استقلال دغه سلمه کلیزه هم لمانځی .

د استقلال د سلمې کلیزې د راتلو په مناسبت د جشن لمانځل او د خپلواکۍ د نوم اخیستل هېڅکله هغه چاته نه ښایی چې عملاً د غربی اشغال تر سیوری لاندې ژوند کوی، عزل او بقا یې هم تر هغو تړلې وی. اشرف غنی او په مجموع کې د کابل اداره به کوم داسې ځواب ولری چې ځان د روسانو د ګوډاګی (ببرک کارمل) او د هغه د پیروانو په څېر و نه بولی او د سترو قدرتونو له غلامۍ ځان ته برائت ورکړی ؟!!

خلک واښه نه خوری او په هر څه پوهېږی او نه لمر په دوه و ګوتو پټېدلای شی، د پرمختګ او ابادۍ هغه خوبونه او سوچونه چې اشرف غنی او د هغه هوداران یې وینی او خلک پرې غولوی؛که رښتیا هم وبلل شی، نو تحقق یې له آزادۍ او خپلواکۍ پرته ممکن نه دی .

آزادی د آبادۍ مقدمه ده 

 یوملت هله آباد شی چې آزاد شی

غلام د خپلواکۍ په نمایشی جشنونو هېڅکله ځانته له غلامۍ او بردګۍ برائت نه شی ورکولای، دلته د ځمکې او فضا اختیار له پردو سره دی چې څوک وژنې او د چا کور ورانوی د هغو خوښه ده، که د هر اشغالګر هیواد هر څومره لوړ رتبه او ټیټ رتبه نظامی او ملکی افراد ستا خاورې ته راځی تا څوک نه خبروی او په خپل سر په خپل نظامی بېس کې ښکته کېږی، ته بیا هم اشغال نه منې او د خپلواکۍ نوم یادوې ؟!!

سړی نه پوهېږی په کوم تعبیر یې ورته ووایی او څنګه له هر څه سره د خلکو په سترګو ور ننوزی، دا خو د هغه افغان مېړنی مجاهد طالب د تورې زور دی چې په تش لاس د وخت  د پرمختللې او زورورې امریکا مقابلې ته یواځې د ایمان او په خپلواکۍ د عقیدې په اساس راووت او نن یې د خپلو ډېرو درنو قربانیو په زور امریکا ماته کړه.

د استقلال د کلیزې د لمانځلو ویاړ او وړ همدی دی، د اشغال په وړاندې  د ده عملی مبارزه او جهاد په حقیقت کې د دغې کلیزې حقیقی لمانځنه ده چې د خپلې خاورې اشغال ته په هېڅ راز راضی نه شو او تر وروستۍ سلګۍ یې د خپلې خاورې او خپلو اسلامی ارزښتونو په سر له چا سره بیه و نه کړه .

مسلمانې که داند رمز دین را

نه ساید پیش غیرالله جبین را

ممکن است شما دوست داشته باشید