روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان حکومت به هیڅکله خپله خاوره دنورو هیوادو په ضد  و نه کاروی او نه به چاته ددی اجازه ورکړی چې دافغانستان ملې حاکمیت ته زیان ورسوی

افغانستان دیو خپلواک مستقل او حاکمیت لرونکی هیواد په توګه او دملګرو ملتونو دیو فعال غړی په حیث تل ددی نړیوال سازمان دمنشور نه پیروی کړی او دنړی دهیوادونو په تیره بیا دسیمی دهیوادونو پاکستان، ایران او دمنځنی آسیا دهیوادنو سره دمتقابل احترام، متقابلې همکاری دیوبل په کورنیو چاروکی دنه لاسوهنی او مداخلې او دنړی دنورو هیوادونو ملې حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا اصل ته درناوی او احترام کړی دی او نه به هیچا او هیڅ هیواد ته ددی اجازه ورکړی چې دافغانستان ملې حاکمیت ته زیان ورسوی.له بده مرغه پاکستان دټولونړیوالو اصولو او پرنسیبونو خلاف په افغانستان‌کی دنورو په اشاره نااعلام شوی تروریستی او استخباراتی جګړه پیل کړی چې قربانیان یې یوازی او یوازی ملکی او بی ګنا خلک دی دپاکستان روانه تروریستی جګړه نه یوازی افغانستان او سیمی ته بلکې ټولی نړی ته یې هم یولوی ګواښ او تهدید رامنځته کړی دی.

دلته زمونږ اصلی موضوع دپاکستان دپوځ دویاند په هغو غیر مسولانه او له واقعیت نه لری څرګندونو ده چې دامریکا دبهرنیو چارو له مرستیال وزیری الیس ویلز سره یی دافغان سولی په اړه په اسلام آباد کی څرګندی کړی او داسی تور لګولی دی: چې ګویا هند دافغانستان دخاوری نه دپاکستان پرضد کاراخلی دپاکستان دپوځ دویاند دا ډول دواقعیت نه لری او غیر مسولانه خبری نه یوازی دافغان حکومت له خوانه بی اساسه اوبی بنسټه دی بلکی دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزارت مرستیالی وزیرالیس ویلز له خواهم رد شوی او هغه دا چې دروان ۱۳۹۸ کال دثور په ۱۳مه دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دمرستیالی وزیری الیس ویلز دپاکستانی ورځپاڼې ایکسپرس تریبیون خبریال سره په مرکه‌کی ویلی چې: زه هیڅ داسی شواهد نه لرم چې هغه ثابته کړی او هغه څه چې تاسو ورته اشاره کوی چې ګویا هند دافغان خاوری نه دپاکستان پرضد کار اخلی.

میرمن ویلز دا هم ویلی چې دسیمی هیوادونه باید یودبل ملې حاکمیت ته درناوی وکړی چې دسولی او ثبات تر څنګ پرمختګ او انکشاف رامنځته شی ځکه دا ټولو په ګته دی او بی ځایه تورونه کوم ځای نه نیسی.

زمونږ په باور که پاکستان دا تورونه لګوی مهربانی دی وکړی شواهد دی وړاندی کړی خومونږ په ټینګار سره وایو چې افغانستان د۱۹۱۹م کال را په دی خوا کله چې دملګروملتونو په غړیتوب کی دیو خپلواک او مستقل هیواد په توګه شامل شوی تل یې دنړی دهیوادونو سره دمتقابل احترام او دیوبل په کورنیو چارو کی دنه لاس وهنی او دهیوادونو ملې حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا ته داحترام او درناوی له اصل سره سم چلند او برخورد کړی او دپاکستان څخه یې هم دا هیله او غوښتنه ده چې دکرښی هاغی غاړی ته دتروریستانو او ترهګرو مرکزونه او پټن ځایونه وتړی او دملګرو ملتونو دمنشور اصولو ته غاړی کیږدی دنړی دهیوادو په تیره بیا دافغانستان او دسیمی هیوادونو ملی حاکمیت ته دی درناوی او احترام وکړی دبې ځایه تورلګونو نه چې ګویا هند دافغان خاوری نه دپاکستان په ضد کار اخلی ډډه وکړی افغان حکومت به هیچا او هیڅ هیواد ته دا اجازه ورنه کړی چې دافغانستان خاوره دنړی دنورو هیوادونو په ضد وکاروی او نه به چا ته ددی اجازه ورکړی چې دافغانستان ملی حاکمیت ته زیان ورسوی.

ناصر شاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید