روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان لاهم نړوالې ټولنې او ناټو ته ستر ارزښت لری

له شک پرته دا واقعیت اوس ټولو ته څرګند شوی چې په هیواد کې روانه بدمرغه جگړه پر افغان مظلوم ولس له کابو څلورو لسیزو راپه دیخوا د پردیو له خوا او په ځانگړی توگه د هغوئ د استخباراتی شبکو له لوری تپل شوی، چی نه یوازی قربانی یی بی گناه افغانان ورکوی، بلکی دغی جگړی په هیواد کی د نړیوالی ټولنی هڅی هم ټکنی کړی دی، پردی اساس اړینه ده چی دناټو سازمان غړی هیوادونه او ترڅنگ یی هم نړیواله ټولنه په افغانستان کی په ټولیزه توگه د سولی د دښمنانو د هر اړخیزو تخریبی او تروریستی بریدونو د شنډولو او د هغوئ د سازمان ورکوونکو هیوادونو د تیری کوونکو ناوړو پلانونو د کشفولو او له منځه وړلو له پاره د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونوهراړخیز ملاتړ، پوره پیاوړتیا او تجهیز ته ډیره پاملرنه وکړی ، تر هغه چی دغه ځواکونه د ښو امکاناتو په درلودلو سره په بشپړی هوښیاری او بیداری له خپل ټول ځواک او وړتیا څخه کار واخلی او دغه مغرضی کړۍ چی دهیواد په هر ځای کی شتون لری، دوئ هلته ښه وځپی او له منځه یی یوسی او ددوئ شوم اهداف له خاورو سره خاوری کړی، تر هغه چی په دی ډول افغان جگړه ځپلی ولس ته د نیکمرغه هوسا ژوند د پرمخ بیولو لپاره بشپړه سوله ییزه او ډاډمنه فضا مساعده شی.
دیادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د رسنیو په حواله هم داسې ویل شوی : « نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه اروپایی ټولنه او په دې ټولنه کې مېشت ناټو تړون به له افغانستان سره تر ډېره ملاتړی پاتې شی، نړیوالې او اورپایی ټولنې او ناټو په پرله پسې توګه افغان حکومت ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی او په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ولسمشر محمد اشرف غنی د بریا ننګه او ملاتړ کړی او هغه ته یې په دې ټاکنو کې مبارکی ورکړې ده، همدا رنګه یې افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د حکومتوالۍ په چارو کې به ورسره ملاتړی وی او د نړیوالې ترهګرۍ پرضد یې د ولسمشر غنی تر مدبرانه مشرۍ لاندې د مبارزې او دغه راز د سولې لپاره د ښاغلی غنی د پلانونو او هڅو ننګه او ملاتړهم کړی دی، څو ورځې وړاندې اروپایی ټولنې یوځل بیا د ولسمشر غنی په مشرۍ د افغان حکومت ملاتړ یوځل بیا اعلام کړ او دا دی له څو ورځو را په دې خوا پرله پسې توګه ناټو اعلاموی، چې ځواکونه به یې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوی او د افغان حکومت ملاتړ به دوامداره ساتی! د ناټو سرمنشی په تازه بیان کې بیا هم ویلی، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناټو ځواکونو حضور اړین دی. ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې بهرنی ځواکونه به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړی.د نړیوالې ټولنې، اروپایی ټولنې او دغه راز ناټو ملاتړ په داسې حال کې یوځل بیا اعلامېږی، چې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې ګنې امریکا له افغانستانه د کرونا ویروس له وېرې خپل ځواکونه باسی ، خو دشنوونکو په باور: « دا د امریکا د متحدو ایالتونو دجمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره یوه کمپاینې خبره بریښی » ،خوترڅنگ یې بیا د ناټو سرمنشی نه یوازې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په حضور ټینګار کړی، بلکې ویلی یې دی چې دغه سازمان به د افغان ځواکونو پیاوړتیا، روزنې او مشورو ته دوام ورکړی، خو بیا هم نړیوالې ټولنې ته افغانستان مهم دی او داغه راز اورپایی ټولنې ته، ناټو هم د ترهګرۍ ضد مبارزه مهمه بولی، چې تر اوسه نه ده پای ته رسېدلې او افغانستان لا هم له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دی، د دې ترهګرۍ خطر نه یوازې افغانستان، بلکې نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه اروپا ته هم متوجې دی. په داغه راز حالت کې به هرو مرو نړیواله ټولنه، ناټو او اروپایی ټولنه د افغانستان اوږد مهاله ملاتړ ته دوام ورکوی او دغه ملاتړ او مرستو او دغه راز همکاریو ته به تر هغه ژمن وی، چې افغانستان له هر اړخه خوندی شوی نه وی! افغانان د دغه اوږدمهال ملاتړ له امله له نړیوالې ټولنې، اروپایی ټولنې او په ځانګړې توګه له ناټو د زړه له تله مننه کوی. په ټوله کې وسله وال مخالفین او ترهګر دې هم پوه شی، چې افغانستان یوازې نه دی، بلکې اوږدمهاله پوخ نړیوال ملاتړ له ځانه سره لری، افغانستان د نړۍ او نړۍ د افغانستان لپاره ستر ارزښت لری. د دغه ارزښت د ساتلو لپاره متقابله همکاری او د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه اړینه او لازمی ده.»
بناً په ټوله کی دی پایلی ته رسیږو چې افغان حکومت د ناټو سازمان او نړیوالې ټولنې پوخ ملاتړ له ځانه سره لری نو اړینه ده چی افغانستان کې د حکومتوالۍ چارې په ښه توگه مدیریت شی او هم دافغان ځواکونو دهراړخیز تجهیز ته ډیره پاملرنه وشی ترڅو هغه وسله وال مخالفین چی سوله او سیاسی جوړ جاړی نه منی او ددې بهیر پروړاندې خنډونه را منځته کوی د هیواد په هرځای کی چی دوئ ناوړه فعالیتونو ته دوام ورکوی دوئ ښه و ځپی اوله منځه یی یوسی ترهغه چی په پایله ډاډمن ثبات او تلپاتې با عزته سوله دافغان مظلوم ولس په برخه شی او دبدمرغه جگړې ټغر د تل له پاره له دی هیواد څخه ټول شی .
ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید