روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان به د کرېکټ نړیوال جام ته لاړ شی

 د افغانستان کرېکټ بورډ هیله لری چې افغانستان به له زمبابوې سره د لوبو د روانې لړۍ او را روانو لوبو په مټ را روان جام ته په مستقیم ډول ولاړ شی.

افغانستان له زمبابوې سره درېیمه پنځوس اووریزه لوبه هم د پنجشنبې په ورځ په ۴ وېکټو په داسې حال کې وګټله چې ۷۴ بالونه یې لا پاتې وو او دری پرله پسې بریاوې یې خپلې کړې.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیوو ته په خبرو کې له زمبابوې سره د لوبو د روانې لړۍ په اړه ووېیل: “له همدې سیالیوو، لوبډلې کولای شی نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړی. له نېکه مرغه افغانستان د دې سیالیوو په جدول کې ډېر ښه ځای لری او تمه ده چې له همدې سیالیوو به نېغ په نېغه تر نړیوال جام ورسېږی.”

افغانستان له کوربه زمبابوې سره د شل اووریزو لوبو یوه بله لړۍ هم په مخکې لری چې لومړۍ هغه یې نن د شنبې په ورځ د جون په ۱۱مه او دوې نورې یې یوه د جون په ۱۲مه او وروستۍ یې د جون په ۱۴مه په پام کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید