روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانان له ایران سره د اوبو پر سر تړون ته ژمن دی

حمزه

په دې وروستیوو کې د ایران له خوا له افغان حکومته څو څو واره غوښتنه شوې، چې د هلمند رود پر سر له ایران سره شوې هوکړې ته باید ژمن پاتې شی او د هغه تړون له مخې چې له ایران سره د هلمند د اوبو پر سر شوی،ایران ته اوبه ور پرېږدی.

افغانان د دغه تړون له مخې له ایران سره هوکړې ته ژمن دی، دا هغه تاریخی تړون دی، چې په ۱۳۵۱ل کال کې افغانستان له ایران سره د هلمند د اوبو پر سر کړی دی. ایران هم وایی، چې د تړون له مخې دې اوبه ور پرېږدی، خو دا په داسې حال کې ده، چې له هغه تړون هم ډېرې اوبه ایران ته ورځی او یا ورغلې دی، ځکه له هغه تړون وروسته د اوبو د ورکړې یا ایران ته د اوبو د ور بهېدو د کچه کولو یا اندازه کولو تجهیزات نه دی لګول شوی او لومړی باید هغه تجهیزات ولګول شی او بیا ایران ته د ژمنې او تړون له مخې اوبه ور پرېښوودل شی.

د هغه تړون جزئیات په روښانه توګه درج شوی دی، هغه تړون  له مخې افغانستان ایران ته باید په هره ثانیه کې ۲۳ متره مکعبه اوبه ور پرېږدی، خو افغانستان د ایران د یوه دوست او مسلمان ګاونډی په توګه په هره ثانیه کې ۲۶ متره مکعبه اوبه ورپرېږدی، په دغه تړون کې شرط دا اېښوودل شوی، چې د اوبو په پرېمانۍ او یا آب سالۍ کې به له ایران سره دغه معامله کوی او که په هلمند رود کې اوبه نه وی، نو بیه افغانستان مکلف نه دی، چې ایران ته اوبه پیدا کړی او هغه تړون له مخې باید ایران اوبه اوبه پیدا کړو، داسې کېدای نشی،په تېره بیا په اوسنیوو وچکالیوو کې چې نه اورښتونه شته او نه هم د هلمند رود د پخوا په څېر مست دی!

په هر حال، له ایران سره شوی همدا یاد تړون ډېر معتبر او تاریخی تړون دی، چې په اوسنیوو او راتلونکو ټولو وختونو کې به حقوقی او د قانونی تړون په توګه پاتې شی.

څه موده وړاندې د ایران د بهرنیوو چارو وزیر امیر حسین عبدالهیان افغان حکومت ته وېیلی وو، چې د هلمند اوبو اړوند معاهدې د عملی کېدو لپاره دې جدی ګامونه پورته کړی، د خبرونو له مخې ایرانی لوری د جون په ۲۴مه (د روانې چنګاښ په ۳یمه) له افغان حکومته غوښتنه کړې ده،چې افغانستان دې د اوبو پر سر تړون ته ژمن پاتې او پر ځان یې دې عملی کړی. د ایران له خوا په دې اړه په خپره کړې وینا کې وېیل شوی، چې د ایران د بهرنیوو چارو وزیر امیر حسین عبدالهیان د افغانستان د بهرنیوو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره په ټلېفونی خبرو کې دا غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې راغلی، چې ایران جدی غوښتنه کوی، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت پلاوی د هملند او [سرحدی] اوبو په اړه د شوې هوکړې او تقابلو مسوولیتونو په برخه کې جدی او لازمه همکاری وکړی او د دغه مسئلې د حل د دواړو هېوادونو او ملتونو ترمنځ همکارۍ او دوستۍ د پیاوړتیا سبب وګرځوی.

دلته پوښتنه دا ده، چې د ایران په دې اعلامیه کې د [سرحدی اوبو] پر سر هوکړه یاده شوې ده، که د دې مطلب د هلمند رود وی، خو خیر، خو که بله هوکړه هم په دې اړه له ایران سره شوې وی، باید روښانه کړل شی، چې کومه هوکړه او څرنګه هوکړه؟!

په اصل کې د افغانانو اوبه په خپله پر ملت پورې اړه لری او ملت یې د مهارولو غوښتنه کوی، چې باید حاکم حکومت په دې اړه جدی ګامونه پورته کړی، له نېکه مرغه په دې وروستیوو کې د افغانانو د اوبو د مهارولو لپاره ګڼ ګامونه پورته کړل شول، چې له امله یې یو شمېر لوی او واړه بندونه جوړ او پر نورو هغو یې هم په جدیت سره کارونه روان وو، خو د نظام له بدلون وروسته هغه کارونه په ټپه درېدلی دی، اوس هم له اوسنی نظامه غوښتنه داده، چې د اوبو د مهارولو لپاره جدی ګامونه پورته کړی او د افغانانو اوبه چې په اصل کې د افغانانو حیثیت دی، باید خوندی کړل شی. دا ځکه چې د ګاونډیانو له خوا پرې دعوې روانې دی، خو بیا هم د افغانستان پخوانی شاهی نظام له ایران سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د هلمند د اوبو یو څه برخه د یوه تړون له مخې ایران ته ورکړې ده، چې اندازه یې ښه مالومه ده، اوس هم ملت د همغه تړون پر بنسټ له ایران سره د اوبو پر سر معاملې ته ژمن دی، خو له دې اندازې ډېرې اوبه ایران ته تللې او همدا ډول ور روانې دی،چې هغه هم باید ژر مهار کړای شی.

ایران هم د پاکستان په څېر وخت ناوخت د افغانستان د اوبو د مدیریت مضاهمت کړی او په مخ کې یې درېدلی دی. اوس هم ملت ته باید ډاډ ورکړل شی، چې له ایران سره د همغه تړون له مخې باید د اوبو لانجه حل کړل شی. ښه ده، چې ایران دا غوښتنه کړې ده او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته جدی درناوی وکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبد حسین الهیان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقی سره تېره اوونۍ په ټلېفونی خبرو کې وېیلی، طالبان دې د ایران د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته په جدی توګه درناوی وکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې په دې اړه ډېر وضاحت نه‌دی ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې طالب چارواکی باید په دې برخه کې را پورته شوې ستونزې حل کړی.

دا باید واضح کړل شی، چې ایا له ایران سره د هلمند د سیند په اړه نوی تعهدات شوی او که د شاهی نظام پر مهال د توافقاتو د عملی کېدو غوښتنه شوې، ځکه د ایران غوښتنه د پوښتنې وړ ده!

په دې وروستیوو کې له ایرانه را ستانه شوی پلاوی چې د همدې موضوع په سر د خبرو لپاره تهران ته تللی و، رسنیوو ته ووېیل، دواړه لوریوو هوکړه وکړه چې د هلمند د سیند په اړه له وړاندې لاس‌لیک شوی توافق باید عملی شی. دا یې هم ووېیل چې د پخوانۍ موافقې پر بنسټ به، د اوبو د اندازه ګیرۍ لپاره مشترک تاسیسات جوړوی.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلی، امیرخان متقی؛ امیرعبدالهیان ته ډاډ ورکړی چې د هلمند د سیند مسله به جدی تعقیبوی. اعلامیه د امیرخان متقی له خولې لیکی، طالبان د هلمند د سیند څخه د ایران د اوبو د حق د مسئلې د تعقیبولو لپاره د ایران د انرژۍ د وزارت د پلاوی د استولو او د دوه اړخیزو سلامشورو د دوام هرکلی کوی.

نیوکه دا ده، چې ایران د اوسنۍ نړیوالې انزوا په ګټې پر افغان حاکم نظام د فشار راوستو له لارې غواړی، له افغانستان د اوبو په برخه کې لویه ګټه واخلی!

له دې وړاندې د ایران د مخکنی حکومت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم وېیلی وو، کولای شی د اوبو د تر لاسه کولو په برخه کې فشار راولی؟!

له دې داسې هم وېیل کېدل چې ایران ته روان افغان پلاوی چې مشری یې د اوبو او برېښنا وزارت مشاور فاروق اعظم کوی، له ایرانی چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند په سیند کې د اوبو پر سر د ۱۳۵۱ لمریز کال د قرارداد په اړه بحثونه وکړی.

ښاغلی اعظم هم خپله ازادۍ راډیو ته په استولی پېغام کې وېیلی،چې د دغې هوکړې له مخې د هلمند سیند اوبه د ایران تهران ته رسېږی.

ایران څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې له افغان حکومته غوښتی وو چې په دغه هوکړه کې دې د ایران حق ابه مراعت کړی، خو چارواکیو هغه مهال په دې اړه څه نه وو وېیلی.

موده وړاندې ایرانی چارواکو په افغانستان کې د کمال خان بند له جوړولو وروسته غبرګون ښودلی و او وېیلی یې وو چې د دغه بند په جوړېدو په ایران کې وچکالی زیاته شوې ده او دوی به په دې اړه بې تفاوته پاتې نه‌شی.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر مسلې په ۱۳۵۱ لمریز کال کې هوکړه لاسلیک شوې وه. لکه وړاندې چې یادونه وشوه، دا تاریخی او مهم سند دی، چې افغانان ورته ژمن دی او له ایران سره یې د هلمند د اوبو پر سر د لانجې د حل لپاره مهم او اړین کار بولی او درناوی یې کوی. اوسنی حکومت هم باید د همغه تړون له مخې له ایران سره عمل وکړی. په دې اړه هر بل تړون او ژمنه د منلو او زغملو نه ده،ځکه اوبه د افغانانو مال او حیثیت دی او دا باید په اوسنیوو حالاتو کې چې د خلکو لپاره حیاتی ارزښت لری، خوندی کړل شی، ځکه وېره ده، چې ښایی په راتلونکو کې نړۍ او په تېره بیا د سیمې هېوادونه د اوبو پر سر له یو او بل سره ونښلی او لویه فاجعه رامنځته کړی!

له ایران سره هم باید په خپل وخت د اوبو مسئله یوې خوا ته کړل شی، د دې لپاره د خبرو بنسټ او بستر رامنځته شوی او هوکړه هم شوې ده، د همغې مهمې او تاریخی هوکړې پر بنسټ افغانستان ایران ته د اوبو پر ورکړې خوښ او دې ته ژمن دی، افغانستان د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ ایران ته له دې اندازې هم زیاتې اوبه ورپرېږدی.

ایران د هلمند رود پر سر د ژمنتیا غوښتنه په داسې مهال تکراروی، چې تازه په تازه کندهار ته د کجکی برېښنا نوی لاین ورسېدلی دی.

په کندهار کې د برېښنا کمښت نه یوازی عام خلک له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ کړی، بلکی په دغه ولایت کې یې د صنعتی پارک تر ۲۰۰ زیاتو فابریکو کارونه هم ټکنی کړی چی له دې امله تر ۱۰ زیات کسان وزګار شوی دی. د صنعتکارانو په خبره، که دا نوی وصل شوی برقی لاین کندهار ته د اړتیا وړ برق ورسوی، نو په کندهار کې به د کورونو او دوکانونو د روښانتیا تر څنګ په زرهاوو کسانو ته هم د تړل شویو فابریکو د بیا فعالېدو په سبب د کار زمینه چمتو او د سرقت زیاتې پیښې چی اوسمهال کندهاریان ورڅخه کړېږی راکمې شی.

.

افغان حکومت باید دا او د اوبو د کمښت یا وچکالۍ د ستونزې د حل لپاره جدی کار وکړی، ځکه وچکالی په وچه کې را ایسار افغانستان نور هم له ستونزو سره مخ کړی او په هېواد کې یې وګړی له سخت ناورین سره مخ کړی دی، دا ناورین تر ډېره د اوبو د مهارولو پر مټ کمېدای شی، له دې پرته بله داسې اسانه او دایمی حل لاره وجود نلری، همدا ده، چې د افغانستان اوبه د افغانانو حیثیت او آبرو ده، دا حیثیت باید وساتل شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید