روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسیاسی هېوادونو ته د پولسی سفر پیل شو

د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسی پلوسی وړمه ورځ یکشنبې یو شمېر اسیایی هېوادونو ته سفر پیل کړ خو دا نه‌ده روښانه چې هغه به له ټایوان څخه هم کتنه وکړی او کنه؟ پیکېنګ خبرداری ورکړی چې، که مېرمن پلوسی له ټایوانه کتنه وکړی؛ هغه به لمسونکی اقدام وبولی. د پلوسی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې وېیل شوی چې دا به په دغه سفر کې سینګاپور، مالیزیا، جنوبی کوریا او جاپان ته لاړه شی. چین په دې اړه وروسته له هغې غصه څرګنده کړه چې یو شمېر رسنیوو راپور ورکړ چې پلوسی به ټایوان ته هم لاړه شی. د چین کمونیستی رژیم ټایوان د خپلې خاورې جلا شوی ولایت بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید