روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

اسلامی امارت: د کانونو پر ۸ لویو پروژو به کار پیل شی

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایی، تر ۲ میاشتو پورې به د کانونو پر (اته) لویو پروژو عملی کار پیل شی.

د کانونو او پترولیم وزارت وایی، د اته لویو پروژو د پانګونې په هدف ورسپارل شوې پروپوزلونه یا وړاندیزونه د څېړنې په حال کې دی.

دغه پروژې د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې او د غور په شهرک او غورک ولسوالیوو کې د سرب او جستو د منرالونو کېندنې دی چې د پراخوالی له کبله په ۸ حوزو یا بلاکونو وېشل شوې دی. د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وایی، دواړو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د دغې پانګونې د ګټلو په سیالۍ کې ګډون کړی دی.

ښاغلی برهان د یکشنبې په ورځ وېیلی تر ۲ میاشتو پورې به پر دغو پروژو کار پیل شی، نوموړی ادعا کوی چې لسګونه زره کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شی.

نوموړی وویل: “دغه ۳ منرالونه او ۸ غټ کانونه دی، د دې لپاره ۲۵۰ شرکتونه د پانګونې په نیت را وړاندې شوی دی، اوس ارزونه روانه ده. ټولو بهرنیوو ته موږ دا د شرط په توګه وړاندې کوو چې که غواړی د معادنونو په لویو پروژو کار او پانګونه کوی، نو دوی باید ځان سره افغان پارتنر ولری.”

د جیولوجیکی مطالعاتو له مخې د هرات د غوریانو د اوسپنې کان چې له ایران سره پر پوله پروت دی ۱۸ میلیونه ټنه اوسپنه لری.

د غورک او شهرک ولسوالیو د سرب او جستو سرچینې هم پراخې او قیمتی بلل شوې دی.

واک ته د اسلامی امارت له بیا رسېدو راهیسې د کانونو او پترولیم وزارت د وړو او غټو کانونو د اکتشاف او کېندنې چارې پیل کړل شوې.

د اقتصادی چارو یو شمېر کتونکی بیا نیوکه کوی چې په اوسنیوو شرایطو کې د کانونو په کېندنه کې بېړه کېږی چې د دوی په باور د دې کار لازمه ګټه افغان ولس ته نه رسېږی.

د اسلامی امارت چارواکی بیا ډاډ ورکوی چې له دوی سره د پخوانۍ ادارې د کانونو متخصصان او سلاکاران شته او په هر ډول قراردادونو کې مسلکیتوب په پام کې نیسی.

په افغانستان کې ۱۴۰۰ ډوله منرالونه پېژندل شوې چې تر مځکې لاندې د دغو طبیعی سرچینو تقریبی ارزښت هم نژدې ۱۰ تریلیونه ډالره ښودل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید