روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت به دهر ډول ګواښ په وړاندی غوڅ غبرګون وښایې

څرګنده ده چې افغانان د ډیرو کلونو راهیسی دلاس وهونکو هېوادو دلاس وهنی له امله دجګړی ډیر زیانونه ولیدل او په پوره شمیرنه هېواوال د اشغالګرو له خوا شهیدان او تپیان شول خو ددی ټولو جګړییزو ناخوالو او دجګړی څخه دکډوالۍ دناوړه شپو ورځو په زغملو سره یې د اشغال دلمن ټولولو څخه لاس وانه خست بلکی دجګړی سنګرونه یې تاوده وساتل اویو په بل پسی یې د اسلامی امارت د مجاهدینو لیکی پیاوړی کړی چې له امله یې هېواد ته راغلی پوځی ایتلافی ځواکونه دسختو مالی او ځانی زیانونو سره مخامخ کړل. اشغالګرو چې د افغانستان دمجاهد او په هېواد مین ولس تاریخ په سمه توګه نه ولوستلی په خپله جګړییزه طرحه کې دهری ورځی په تیریدو سره یې ناهیلی ورزیاتیده او دمختلفو کړنو په لاره اچونی سره یې د اقتصادی زیان او انسان مرګ  ژوبلی کچه دومره لوړه شوه چې د دوی د وارخطایې وړ وګرځیده. اشغالګرو پوځی ځواکونو په ډله ییزه توګه دجګړی هر ډول هڅی وکارولی خو دمیړنیو مجاهدینو دسرښندنی له کبله په دی ونه توانیدل چې دمجاهدینو لیکلی کمزوری او یا یې په وړاندی دجګړی څخه لاس واخلی. اشغالګرو دجګړی پرمهال دمجاهدینو په تش لاس دمقاومت او ځان تیریدنی بهیر ولید ځکه چې افغانانو دخپلو نیکونو او پلرونو څخه دسرښندنی د زده کړی او دهېوادنی مینی لارښوونی نه دی هیری کړی نوله همدی وجهی دهېواد آزادی او خپلواکۍ ورته دهر څه نه لوړه او ارزښتناکه ښکاری په هېواد او اسلامی ارزښتونو د دفاع له پاره دهیڅ ډول ځان تیریدنی څخه دریغ نه کوی.

د اشغالګرو په وړاندی دمجاهدینو سرښندونکی جګړه چې تاریخی حماسی یې زیږولی هیڅوک له پامه نه شی هیرولی او تاریخی پاڼی به یې دیوه نسل څخه دبل نسل ته وروښایې چې دهغوی د زده کړی وړ او دراتلونکی له پاره یې سرمشق وګرځی. ډاډه یو چې تیری کوونکی او لاس وهونکی هېوادونه به دجګړی پرمهال د افغانانو دمیړنتوب او هېوادنی مینی څخه څه زده کړی وی او په دی به هم پوهه شوی وی چې افغانان دتاریخ په اوږدو کې د اقتصادی پلوه ډیری ستونزی ګاللی خو هیڅ وخت له بهر څخه راتپل شوی واکمنی نه شی زغملی. همدا وجهه ده چې د ډیرو لاس وهونکو او تیری کوونکو اشغالګرو هڅی او موخی دناکامی سره مخامخ کیږی او هدف نه شی ترلاسه کولی غوره به وی چې افغانان پرې ښودل شی چې خپل برخه خلیک پخپله وټاکې او دهغو اړیکو په پیوند فکر وشی چې دنړیوالو منل شویو اصولو له مخی رامنځ ته کیږی په تمه یو چې په نړیواله کچه د افغانانو په وړاندی اشغالګر او تیری کوونکی هېوادونه دخپل لاس وهونکی دریځ څخه لاس واخلی او دلاس وهنی پرځای د افغانانو سره د انسانی همدردی له مخی داسی اړیکی ټینګی کړی چې د افغانانو دشل کلنی جګړی په ټپونو د ملهم پټی ولګول شی. نه دا چې یو ځل بیا د افغانانو له پاره دجګړی لار ولټوی دډله ییزو خپرندویه سرچینو د راخپاره شویو رپوټونو څخه را جوتیږی چې اوس هم اشغالګر ځواکونه دخپلو لاس وهونو څخه لاس نه اخلی او په افغانستان کې دسوله ییز ژوند په وړاندی د اندیښنو دزیاتیدو له پاره یولړ منفی تبلیغات په لاره اچوی ترڅو او به خړی کړی او کبان ونیسی خو د اسلامی امارت دسوله ییز دریځ له مخی بیا بیا وړاندوینه شوی چې د اشغال موده پای ته رسیدلی په هېواد کې د اسلامی امارت د مجاهدینو له خوا امنیت خوندی شوې. هیڅ ځواک به ونه شی کړی چې دتیر په څیر په هېواد کې خونړی جګړه رامنځ نه کړی. ځکه افغانان دجګړی دناخوالو څخه ستړی شوی نه غواړی چې افغانان یوځل بیا په یوه اوږد مهاله جګړه کې راښکیل شی. همدا څو ورځی وړاندی د اسلامی امارت له خوا د افغانانو له پاره په بهرکې دمیشتو مطرحه څیرو سره د اړیکو دنیولو او دهېواد په بیارغاونی کې دګډون له پاره کمیسیون جوړ شوی هڅه به وشی چې افغانان په خپلوکې نانداریزی خبری پخپله هواری کړی ترڅو نور هغه چاته دلاس وهنی لار پری نه ښودل شی چې دجګړی لاملونه لټوی. پوهیږو چې د افغانانو دښمنان په هیڅ هم نه قانع کیږی خو افغانان باید دهغو لارو په بندیدو فکر وکړی دکومو څخه چې په هېواد کې تاوتریخوالی ته لمن وهل کیږی لیدل کیږی چې پردی پالی لا اوس هم دخپلو اشغالګرو بادارانو له خوا په شاه ټپول کیږی او په ډیره سپین سترګې سره د افغانانو دمرګ  ژوبلی له پاره وړاندوینی او ګواښونی کوی. خو پردی پالی دی دجګړی پرمهال خپل کړه وړه له یاده نه باسی او دسرښندونکو مجاهدینو سرښندنه دی نه هیروی. ښه به وی چې د خپلی تیښتی جبران په بی ځایه خبرو ونه کړی او د افغانانو د اندیښنو د زیاتوالی له پاره دی دناوړه تبلیغاتو څخه ځان وژغوری. ځکه په افغانستان کې دجګړی لامل له منځه تللی هیڅوک نه شی کولی چې د اسلامی امارت په وړاندی جګړه وکړی او واکمنی ته ورسیږی. ډاډه یو چې ډیر ژر به لاس وهونکی هېوادونه دلاس وهنی پرځای د اسلامی امارت سره دیپلوماتیکی اړیکی ټینګی کړی ځکه دنړیوالو اندیښنو دله منځه وړو یوازنی لار د اسلامی امارت سره د اړیکو دپیوند غښتلتوب ګڼل کیږی. خو که لاس وهونکی هېوادونه په افغانستان کې اوسنی واقعیتونه په پام کې ونه نیسی او دتیر په څیر ځپلو لاس وهونکو هڅو ته دوام ورکړی نو بیا به هم د رسوایې او ماتی څخه بل څه په لاس ورنه شی. افغانان داځل په یوموټیتوب سره په هېواد کې د اسلامی امارت د واکمنی څخه دفاع کوی او باوری دی چې هیڅ ډله ټپله چې کله کله دوسله والې مبارزی ګواښ کوی خپلی موخی ته ونه رسیږی. اسلامی امارت په دی پوهیږی چې ځینی ډلی ټپلی دړنګی شوی واکمنی څخه دباج اخیستنی له لاری په پوره پیمانه شتمنی ترلاسه کړی نه غواړی چې په هوساینه کې ژوند وکړی او په ټوله کې افغانان دجنګ جګړو څخه خلاصون ومومی نو له دی کبله دیوشمیر ډنډورچیانو له لاری په ډله ییزو رسنیو کې د اسلامی امارت په وړاندی منفی تبلیغات کوی او د لاس وهونکو هېوادو څخه مالی مرستی ترلاسه کوی. پټه نه ده چې اشغالګر ځواکونه هم په ارامه نه دی ناست او دبیلابیلو لارو څخه هڅه کوی چې په افغانستان کې پرته دواقعیتونو په لیدو سره منفی تبلیغاتو ته لمن وهی. همدا اوس په کور دننه او بهر د امریکاله خوا په افغانستان کې دبشر دحقوقو دخوندیتوب په هکله درپوټ خپریدل د واقعیتونو څخه لری او د افغانانو له پاره داندیښنو وړګڼل کیږی چې د اسلامی امارت له خوا دغه ډول ناوړه تبلیغات په خپل وخت رد شوی او وړاندوینه یې کړی چې افغانانو پرته دکوم ګواښ ا وویری اچونی څخه په ګډه سره ژوند کوی او دجګړه ځپلی هېواد په بیا آبادونه کې ګډی هڅی له پامه نه غورځوی دښه به وی چې ډله ییزی رسنی ګټی  هېواد ملی ګټی او ځمکنی بشپړتیا ته په کتو سره دهغه ناوړه تبلیغاتو په وړاندی غوڅ غبرګون وښایې کوم چې دا مهال دځینو خپرندویه سرچینو له خوا را خپریږی. اسلامی امارت چې دملی حاکمیت دترلاسه کولو له پاره یې بی شمیره سرښندنی ورکړی ددی توان لری چې دهری ناوړه پردی پالۍ هڅی په وړاندی مناسب غبرګون وښایې او هېواد دشراچونکو له شره خلاص کړی. همداوجهه ده چې اسلامی امارت د نړیوالو له خوا د راتپل شویو ستونزو له پاره په حوصله مندی سره د حل لاره لټوی او نه غواړی چې هېواد بیا په جګړییزو ستونزو کې راښکیل پاتی شی نوغوره ګڼی چې افغانان چې هرڅومره خپل منځی ناندری لری باید دخبرو اترو له لاری هواری شی ځکه چې د اسلامی امارت له واکمنی راهیسی دسولی دتامین او ټینګښت له پاره دخبرو اترو دروازی پرانیستی پریښودل شوی هرهغه څوک چې د هېواد دثبات او هوساینی له پاره وړاندوینه لری د اسلامی امارت سره شریکه کړی ترڅو ټول افغانان په ګډه دستونزو په رغاونه کې ګړندی ګامونه پورته کړی د اسلامی امارت مسؤلین چې دا مهال په هېواد کې شته اقتصادی ستونزی منی دنیمګړتیاو درغاونی او دهېواد دپرمختګ له پاره دټولو په کار پوهه هېوادوالو ته بلنه ورکړی تمه لری چې په هېواد مین هېوادوال به دنړیوالو پلمه ییزو هڅو ته په کتو سره د اسلامی امارت ترڅنګ دهېواد په پرمختګ کې برخه واخلی او دنړیوالو له خوا درا پاتی شویو ستونزو په رغاونه کې به دهیڅ ډول مرستی څخه دریغ ونه کړی. مناسبه به وی چې ځینی کړی د اسلامی امارت دعفی دفرمان او دمجاهدینو دحوصله مندی څخه ناوړه ګټه پورته نه کړی د اسلامی امارت مجاهدین د ژمن او متحد حرکت په توګه ثابته کړی چې هری ژمنی ته وفادار پاتی شوی او هیڅکله یې دخپلو مشرانو دلارښوونی څخه سرغړونه نه ده کړی هیله ده چې په بهیر کې ځینی شنونکی په یولړپیښو دواقعیتونو څخه لری خبری کوی باید وه پوهیږی چې افغانان دشل کلنی جګړی په بټی کې ښه پاخه شوی خپل دوست او دښمن په ښه توګه پیژنی او هرهغه څوک به لاپسی ښه وپیژنی کوم چې په هېواد کې دخپلو ګټو او شتمنیو دخوندیتوب له پاره افغانان جنګوی. او یا جګړی ته لمن وهی دهغوی څیری بربڼډی شوی او په کور دننه به هیڅ ډول ولسی ملاتړ ترلاسه نه کړی. ځکه چې وایې آزموده را آزمودن خطا است ددی وروسته افغانان باید خطا نه شی او دهغه ډلو ټپلو په پوچو اوبی ځایه تبلیغاتو وغولیږی چې د اسلامی امارت په وړاندی یې کوی. هغوی چې په یوه نامه اوبل نامه په هېواد کې دجګړی لاملونه لټوی دخپلی واکمنی پرمهال یې هېوادوالو ته امتحان ورکړی نه شی کولی چې د اسلامی امارت سره دجګړی توان ولری او یا دمنفی تبلیغاتو له لاری لاس ته راوړنی ترلاسه کړی دباج ګیری دوران تیر شوی او هغه ویشل شوی نظامونه به هیڅ وخت دخلکو ملاتړ ترلاسه نه کړی کوم چې دبهرنیانوله خوا په افغانانو را تپل شوی و. اوس دخدای(ج) په نصرت او د مجاهد ولس په سرښندنی سره په هېواد کې قوی او مرکزی حکومت رامنخ ته شوی او په کور دننه دقدرت جزیری له منځه تللی دی هیڅوک نه شی کولی یوځل بیا په هېواد کې خپل سری وسله والی ډلی رامنځ ته کړی او هېواد دویشل کیدو په پلمه وګواښوی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید