روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اجرائیه رئیس: د شمالی ولایاتو دامنیتی ستونزو د حل لپاره به په ملی امنیت شورا کې اساسی بحثونه وشی

دافغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس  ډاکټر عبدالله عبدالله په بلخ کې دهغه ولایت دامنیتی کمېسیون په ناسته کې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې لومړی دهېواداجرائیه رئیس دازبکستان دلومړی وزیر له سفر څخه دښه هرکلی او امنیتی تدابیرو له نیول کېدو مننه وکړه او ویې ویل، چې دبلخ رهبری په ښه ډول سره وکولای شول، چې له یوې خوا دافغانستان دمېلمنو عزت وکړی او له بلې خوا یې امنیت په ښه شکل تامین کړی.دبلخ والی محمداسحاق رهګذر په دې امنیتی ناسته کې بلخ ته داجرائیه رئیس دسفر دهرکلی ترڅنګ وویل، چې په ولایت کې یې دټولو امنیتی ادارو ترمنځ ښه هغمږی رامنځته کړې او دامنیت دتامین لپاره یې جدی هڅې پیل کړی دی.دغه راز د۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال جنرال ادم خان متین، دبلخ امنیه قومندان سمونوال اجمل فایز او دهغه ولایت دملی امنیت رئیس اجرائیه رئیس ته ډاډ ورکړ، چې ددې ولایت دامنیت دتامین لپاره یې اساسی اقدامات کړی.دبلخ امنیتی مسئولانو همدارنګه خپلې ستونزې هم له اجرائیه رئیس سره شریکې کړې او دحل غوښتنه یې وکړه.

دغه راز دبلخ دولایتی شورا مشر ډاکټر محمدافضل حدیدهم دبلخ دخلکو په استازولۍ له اجرائیه رئیس څخه هرکلی او مننه وکړه او دهغه ولایت دخلکو ستونزې یې له اجرائیه رئیس سره دحل په موخه شریکې کړې.دبلخ والی دهغه ولایت دامنیتی او ملکی مسئولانو دستاینې غوښتنه وکړه، چې په ښه دول یې کولای شول دازبکستان دلومړی وزیر دمېلمه پالنې او هم یې دنورو مجالسو دښه ترتیب او پوښښ لپاره هڅې کړې وې.

دهېواداجرائیه رئیس دامنیتی مسئولانو هڅې وستایلې اودهغوی دتقدیرولو ژمنه یې هم وکړه. اجرائیه رئیس وویل، چې په اکثریتو ولایاتو کې دهمغږۍ نشتون ستونزې زېږولی او له نیکه مرغه چې په بلخ کې دهمغږۍ او همکارۍ فضا خورا پیاوړې ده.

اجرائیه رئیس ډاډ ورکړ، چې دشمالی ولایتو په ځانګړی دبلخ دمسئولانو وړاندیزونه او دجوزجان، تخار په ګډون دنورو شمالی ولایاتو امنیتی ستونزې به په ملی امنیت شورا ناسته کې تر بحث لاندې ونیسی او اساسی پاملرنه به ورته وشی.اجرائیه رئیس وویل، چې امنیتی ځواکونه دوسله والو مخالفانو په لسګونه بریدونه او حملات دفع کړی؛ خو کله کله ظالم دښمن وتوانېږی چې یوه پېښه رامنځته کړی. هغه وویل، چې دامنیتی ځواکونو لاسته راوړنې دستایلو ور دی او دکابل په دوشنبی بریدکې هم افغان امنیتی ځواکونو ښه سرښندنه وښوده، په لسګونو کسان یې وژغول.

ممکن است شما دوست داشته باشید