روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

اجرائیه رئیس: حکومت د بشری حقونو مدافعانو د امنیت تأمین او د سهولتونو برابرولو لپاره ژمن دی

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس په افغانستان کې د بخښنی نړیوال سازمان له مشر سره ولیدل.

په دې کتنه کې د بخښنی نړیوال سازمان مشر په افغانستان‎کې په ملکی وګړو د بریدونو، د ملکی وګړو د تلفاتو، د بشری حقونو د مدافعانو پر وړاندې شته ستونزو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او په دې برخه‎کې‎یې د ملی یووالی حکومت د اقداماتو غوښتنه وکړه.

هغوی وویل، چې په افغانستان کې په ملکی وګړو او عامه اماکنو د وسله والو بریدونه زیات شوی چې له امله یې د ملکی وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دوی زیاته کړه چې په افغانستان کې حکومت د بشری حقونو مدافعانو ژوند او ورته متوجه ګواښونو ته پاملرنه وکړی.

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د بخښنی نړیوال سازمان څخه د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د هغوی فعالیتونه د بشری حقونو د تامین لپاره مهم وبلل. اجرائیه رئیس وویل  چې حکومت د بشری حقونو مدافعانو د امنیت تامین او د سهولتونو برابرولو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې به اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید