روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

آسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن په لوړ مورال له بنګله دېش سره مخ کېږی

ټاکل شوې، چې د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډله نن (سه شنبه) د آسیا د ملتونو جام په سیالیوو کې خپله دوهمه لوبه له بنګله دېش سره وکړی.

افغان لوبغاړو په خپله لومړۍ لوبه کې وکړای شول چې سرېلانکا لوبډلې ته په ډېر توپیر ماتې ورکړی.

د افغانستان کرېکټ بورد وایی، افغان ملی لوبغاړی د نننۍ لوبې لپاره چمتووالی لری.

د افغانستان کرېکت بورډ وایی، د افغانستان د کرېکټ ملی لوبغاړی به د بنګله دېش لوبډلې په وړاندې په پوره چمتووالی سره ولوبېږی.

ټاکل شوې، چې دا لوبه نن (سه شنبه) د آسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې د افغانستان په وخت ماښام شپږنیمی بجې په شارجه کې پیل شی.

د افغانستان د کرېکټ بورد ویاند فرید هوتک وایی، د سرېلانکا په وړاندې د افغان لوبډلې بری د لوبغاړو مورال لوړ کړی او دوی هیله‌من دی، چې لوبډله د بنګله دېش په وړاندې هم بریا خپله کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید