مرکې

د شکر ناروغي 

۱۱۵۰ کلونه تر میلاد دمخه دلومړي ځل لپاره په یوه  مصري پاپیروس باندې هغه ناروغي چې وروسته بیا د شکر یا (ډیابېټ) په نامه نومول شوې؛ ثبت شوې ده. اوس‌مهال د روغتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر (۴۲۲) مېلیونه اټکلوي چې ښايي دغه شمېره په راتلونکو (۲۰) کلونو کې دوه برابره شي.  ویل کیږي چې په شکر ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر به تر (۲۰۳۵) کال پورې (۵۹۲) مېلیونو ته ورسیږي. په (۱۹۱۰) کال کې د «سړ ایډوارډ البرټ» او «شارپلي شافر» په نامه اروا پوهانو د پانقراس په واسطه ترشح کېدونکې یوه داسې ماده کشف کړه، چې بدن ته یې ددې وړتیا ورکوله چې ګُلوکوز په انرژۍ تبدیل کړي. دغه ماده وروسته بیا د «انسولین» په نامه ونومول شوه چې له لاتیني کلمې «انسولا یا آیلېنډ» څخه اخیستل شوې ده (Ziegler et al., 1991, Standl et al., 1981). لس کال وروسته په (۱۹۲۱) زیږدیز کال کې (فریدریک او بانټینګ) او د هغوي زده‌کوونکو دغه ماده (انسولین) د لومړي ځل لپاره د سپي له (پانقراس) څخه وایسته. (انسولین) هغه هورمون دی چې د پانقراس په حجره کې تولیدیږي، چې د معدې شاته  داټکل له مخې ً (۶۰ -۱۰۰) ګرامه کڅوړه ده.  په عادي حالت کې د وخت په تېرېدو سره، ګُلوکوز په وینه کې جریان کوي؛ په پایله کې، په وینه کې د ګُلوکوزو کچه پورته کیږي. دا چې شکر ناروغي څه شی ده، نښې یې څه دي، درملنه یې څنګه کولی شو او دې ته ورته پوښتنو د ځواب لپاره مو د ډاکتر صیب حبیب زوی سره مرکه کړي ده تر پایه یې ولولئ.

پوښتنه: شکر څه ډول ناروغي ده؟

ډیابېټ یا شکر ناروغي بېلابېلې بڼې لري، چې ځینې یې په ورځني ډول د درمل په کارولو سره کنټرولېږي.  خو هغه کسان چې د دې ناروغۍ پرمختللې بڼه لري، هغوی بیا د ستنو له لارې انسولین اخلي او خپل ورځنی ژوند مخ ته بیایي. کله چې موږ غذایي مواد خورو دا غذایي مواد د هاضمې سیسټم په وسیله هضمېږي او د تېزابو(انزایم) په وسیله په بدن کې په خوږو موادو (ګلوکوز) بدلېږي. دا خواږه مواد د وینې د جریان په وسیله د بدن ټولو برخو ته د اړتیا په اندازه رسېږي. د شکرې په ناروغۍ کي اصلي ستونزه ټوله د انسولین په هورمون کې ده. که انسان په یوه ځل هر څومره زیات خواږه مواد وخوري ستونزه نه ورته پېښوي، ځکه که یې د پانقراس غده سالمه وي او د اړتیا وړ انسولین تولید کړي، په وینه کې اضافي خواږه مواد له منځه وړي. کله چې د انسان په بدن کې د پانقراس غده خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی، هغه ده چې په وینه کې د شکرې اندازه زیاتېږي او انسان د شکرې پر ناروغۍ اخته کېږي.

پوښتنه: یاده ناروغي په څو ډوله ده؟

ځواب: په عمومی ډول د شکر ناروغي دوه عمده شکلونه لري، چې اسباب او د دې ناروغۍ څخه راپیښیدونکي خطرونه او همدارنګه د شخص عمر په دواړو ډولونو کی یو له بل څخه توپیر لري. لومړی شکل چې د Type 1 diabetes په نوم یادیږي، دا ډول د شکر ناروغي د عمر په لحاظ هر وخت منځ ته راتلای شي، خو ډیر واقعات یې په ماشومتوب کې معمولآ د لس کاله په عمر یا تر هغه په لوړ عمر کی منځ ته راځي، په دې شکل کې بدن یا د پانقراس غده انسولین نه افرازوي او یا په کمه اندازه انسولین افرازوي، په همدې خاطر دې ډول شکر ناروغي ته د انسولین سره تړلی شکره یا Insulin defendant diabetes mellitus(IDDM) هم وایی.

دوهم شکل شکر ناروغي چې د Type 2 diabetes په نوم هم یادیږی، دا ډول ناروغي د شکر ناروغي زیاته برخه جوړوي یعنې د شکرناروغان اکثره په دې ډول کی شامل دي، دا ډول ناروغي ډېره په لوړ عمر کې منځ ته راځي، د شکر ناروغي په دې ډول کې مشکل معمولآ د بدن په حجراتو کې وي، چې د انسولین په مقابل کې کافي ځواب نه وایي، همدارنګه کیدای شي د انسولین د افراز مشکل هم موجود وي. دا چې دا ډول شکر ناروغي د انسولین په کموالي پورې تړلې نه ده نو له همدې کبله دې ډول ناروغی ته Non Insulin defendant diabetes mellitus ( NIDDM ) هم وایي.

پوښتنه: د یادې ناروغي اعراض او علایم څه دي؟

ځواب: د شکر ناروغي مهمې او عمده نښې عبارت دې له ډېره تنده او زیات ادرار کول، شديده لوږه کله مو چې په وينه کې انسولين په سمه توګه کار ونه کړي او يا هم وينه کې موجود نه وي؛ نو بيا مو د بدن حجراتو ته په کافي اندازه انرژي نه رسيږي، په دې وخت کې مو بدن غبرګون ښيې څو نوره انرژي ورته پيدا کړئ. همدا سبب دی چې بيا د لوږې احساس کوئ، ناڅاپي وزن زياتېدل چې په دې صورت کې خیټه هم غټیږې،  غېر معمول وزن کمېدل، ستړيا زياتېدل، د نظر کمزوري کېدل، د ټپونو ژر نه جوړیدل، په پښو او لاسونو کې بېخودي او سوزش او همدارنګه جنسي ستونزې هم پیدا کوي.

پوښتنه: په شکر ناروغي اخته کسان باید څه ډول خواړه وخورې؟

ځواب: د شکر ناروغي د ډېر زیاتې پاملرنې غوښتونکي وي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان ښو او مناسبو خوړو ته ډېره اړتیا لري، کنه نو یاد خطر یې دوه برابره کېدلی هم شي.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د شکر ناروغان باید ښه او مناسب خواړه خپل عادت وګرځوي او د شکر د اول ټایپ ناروغان باید په وینه کې د ګلوکوزو د سطحې د برابرې ساتلو لپاره پخپلو خوړو کې د کاربوهایډریټ کچه ډېره کړي. بله خوا په دې هم پوهېدل اړین وي، چې باید په خوړو کې په څومره اندازه کاربوهایډریټ شتون ولري او بیا دا چې ناروغ کس څومره انسولینو ته اړتیا لري. د شکر د دویم ټایپ ناروغان که چېرته د زیات وزن لرونکي وي، لومړی باید خپل وزن کم کړي. د شکر د دواړو ډولونو ناروغان باید خپلو خوړو ته پاملرنه وکړي او هغه خواړه استعمال کړي چې کاربوهایډریټ ولري. دغه راز د کاربوهایډریټو کچه معلومول هم اړین وي، خو له هغه توکو څخه باید ډډه وشي، چې د فایبر کچه یې لږه وي.

د شکر ناروغانو ته د شنو سابو د استعمال سپارښتنه شوې او ویل شوي چې په شنو سابو کې اړین ویټامینونه او معدني توکي شتون لري، چې د لوړ شکر کچه هم اغېزمنه کوي.

د مېوو کارول هم د شکر ناروغان ته ګټور تمامېږي او خوږوالی یې کوم زیان نه لري، خو د ډبي واله جوس باید ونه څښل شي.

پروټین لرونکي توکي لکه هګۍ، لوبیا، د لږو غوړو لرونکو شېدو، غوښې او مستو کارول هم زیانمن نه وي، خو هغه خواړه چې په بازار کې خرڅېږي یا په پاکټونو کې بند وي باید ورځنې ډډه وشي. هغه څښاک چې په زیاته اندازه خوږوالی لري، باید ونه څښل شي لکه انرژیانې. د مالګې استعمال باید کم کړي، ځکه چې مالګه د وینې د لوړ شکر خطر ډېروي.

هغه غوښه چې له مخکې تیاره شوي وي او له سرې غوښې دې ډډه وکړي او پر ځای دې دال، لوبیا، هګۍ، کبان او د چرګ غوښه استعمال کړي.

د چپسو، بیسکټو او چاکلیټو پرځای دې مېوې، مستې او سابه وکاروي.

دغه راز د شکر ناروغان باید په منظم ډول ورزش وکړي، چې وزن یې برابر او د انسولینو کچه یې ښه والی ومومي.

پوښتنه: څنګه کولی شو د یادې ناروغي درملنه یې وکړو؟

ځواب: د شکر  ناروغی په تداوی کې هڅه دا وي چې د شکر اندازه په نورمال سطحه کې وساتل شي، ځکه د‌اوږد وخت لپاره مسلسل د‌ شکر لوړوالی، د وينې رګونه، پښتورګو، سترګو عصبي سیستم او نورو ته سخت زيان رسوي. د شکر د‌ اندازې د نورمال ساتلو لپاره وړاندې شوي درمل چې پدې کې ترډېره د انسولين هورمون د پیچکاری يا قلم په واسطه وي منظم اخیستل، هره ورځ فزیکي فعالیت او سپورت کول او د دې ترڅنګ په خپل خوراکي لېست کې د هغه خوراکونو څخه چې پکې زياته اندازه کاربون هيدرات شتون لري، لکه مخکې چې مونږ یادونه هم وکړه پرهېز کول حیاتي اهمیت لري.

مرکيال: ابو الفاتح

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *