
سینه بغل یا نومونیا
عموم کې د ژمې په را رسیدو سره نومونیا یا سینه بغل ناروغي تکثیر کوي، دغه ناروغي په هغو هیوادونو کې زیاته وي، چې هوا یې نسبت ککړه وي، د هغو له جملې څخه زمونږ هیواد هم دی، دا چې دا څه ډول ناروغي ده، اعراض او علایم یې څه دي، څنګه کولی شو ځان ترې وساتو، تداوي یې څنګه وکړو او دې ته ورته نورو پوښتنو ځواب لپاره زمونږ خبریال حسن خان اتل د ډاکتر صیب ذاهد نایل سره مرکه کړي ده.
ابوالفاتح
عموم کې د ژمې په را رسیدو سره نومونیا یا سینه بغل ناروغي تکثیر کوي، دغه ناروغي په هغو هیوادونو کې زیاته وي، چې هوا یې نسبت ککړه وي، د هغو له جملې څخه زمونږ هیواد هم دی، دا چې دا څه ډول ناروغي ده، اعراض او علایم یې څه دي، څنګه کولی شو ځان ترې وساتو، تداوي یې څنګه وکړو او دې ته ورته نورو پوښتنو ځواب لپاره زمونږ خبریال حسن خان اتل د ډاکتر صیب ذاهد نایل سره مرکه کړي ده.
پوښتنه: سینه بغل یا نومونیا څه ډول ناروغي ده؟
ځواب: سینه بغل یا نومونیا د تنفسي سیستم عمده او عامه ناروغي ده، چې زیاتره یو سږی یا دواړه پکې په التهاب باندې اخته کیږي، یعني د سږو د التهاب ناروغي ده، چې د ځینو میکروبونو لکه بکتریا، فنګسونو او ویروسونو له امله رامنځته کیږي، دا ناروغي په سړه هوا کې ډېره رامنځته کیږي، ځکه په یخ موسم کې هوا ککړه وي، په هوا کې مختلف غازونه، میکروبونه او ویرسونه خپریږي، نو کله چې مونږ تنفس کوو د تنفس کولو له لارې په سینه بغل اخته کیږو
پوښتنه: د یادې ناروغي نښې او علایم څه دي؟
ځواب: د دغې ناروغي عمده نښې لکه تبه، چې له تبې سره لړزه هم وې. همدارنګه ټوخی دی، چې په لومړي سر کې وچ ټوخی وي پس له څو ورځو بلغم ورسره پیدا کیږي او یا کېدای شي وینه هم ورسره ګډه وي. ۳ نفس تنګي او سینې درد چې دغه درد د زیات ټوخي او کمزوري له وجې پیدا کیږي. او عامې نښې یې د سر درد او خارښ، زړه بدیدل او زیات عمر لرونکو کسانو باندې د سر چکر راتلل، په کم او زیات عمر لرونکو کې توپیر کوي، چې ماشومان ان تر کوما پورې هم رسولی شي.
پوښتنه: ایا نښې او علایم یې په کم او زیات عمر لرونکو کې توپیر کوي؟
ځواب: نه! په کم او زیات عمر لرونکو کسانو کې علایم توپیر نه کوي، خو تیز والی یې توپیر کوي، چې په ځینو باندې ډېر تاثیر کېدای شي ماشومان تر کوما حالته ورسوي.
پوښتنه: کوم عمر لرونکي کسان په یاده ناروغي اخته کیږي؟
ځواب: د هر عمر لرونکي کسان په دغه ناروغي اخته کیږي، له ماشومانو نیولي تر زړو پورې خو په ځینو سخت تمامیږي او په ځینو اسانه.
پوښتنه: په دغه ناروغي د اخته کیدو عوامل څه دی؟
ځواب: یاده ناروغي زیات عوامل لري، چې په سړه او ککړه هوا کې ډېر باریز وې، عوامل یې بکتریا، ویروسونه، فنګسونه او ځینې نور میکروبونه دي، په بکتریاوو کې چې زیات د سینه بغل لامل کیږي د سټیفټوکاکس په نوم بکتریا ده، همدا شان په ویرسونو کې انفلونزا او فارینفلونزا او یا هم د زکام ویری رهینو ویرس. همدا شان د ایډز په ناروغانو او هغه کسان، چې کمزوري معافیت لرونکي وي او همدارنګه ماشومان د خولې له لارې داسې شیان تیر کړي لکه غیري خوراکي توکي او حشرې، یاد پورته ټول موارد په سینه بغل یا نومونیه د اخته کېدو لاملونه دې.
پوښتنه: څنګه کولی شو چې ځان ترې وساتو؟
ځواب: داسې ډېرې لارې دي، چې کولی شو له نومونیا څخه ځان وساتو، کله چې تشناب نه راځو لاسونه په صابون مینځل همدا رنګه د هر داسې کار کولو ورورسته لاسونو مینځل، چې لاسونه پکې چټل کیږي، که چیري لاسونه ونه مینځو خدای مه کړه په دغه ناروغي اخته نه شو، ځکه لاس مونږ خولې او پوزې ته وړو. بل د څکولو نه ځان ساتل که هغه سګریټ وي یا نور د څکلو لپاره لکه چیلم….. دغه نشه یې موادو څخه ځان ساتل. همدارنګه دوام داره ورزش کول او ښه خوراک کول، تر څو مو د بدن معافیت قوي وي. په ککړه هوا کې ځان ساتل او هغه کسان چې په دغه ناروغي اخته وي، له هغو څخه فاصله مراعتول
پوښتنه: څنګه کولی شو تداوي یې وکړو؟
ځواب: تداوي نسبت اسانه ده، په لومړي سر کې عمومي احتمامات نیول کیږي او مخصوص معاینات کیږي، له دې وروسته هغه مشخصي د میکروب ضد دوا ورکول کیږي، یا که ناروغ تبه او د سینې درد لري بیا د درد ضد دوا ورکول کیږي، که نفس تنګي لري په دې صورت کې ورته اکسیجن یا داسې درمل ورکول کیږي چې ساه اخیستل یې اسانه کړي، خو کله چې ناروړغ ډېر کمزوری شوی وي او مایعات یې ضایع کړی وي، نو بیا د خولې له لارې یا هم د رګ له لارې مایعات ورکول کیږي، خو کله چې ناروغ د وچ ټوخې نه په عذاب وي د ټوخې مخصوص شربت ورکول کیږي، کله چې عمومی احتمامات ونیول شول له هغې وروسته د ویروس تداوې شروع کیږي، چې بهتره لاره یې د بلغم او وینې کلچر ده چې کله یې نتیجه راځې د نتیجې په اساس ورته مربوط درمل ورکول کیږي. هغه درمل چې د نومونیا ناروغي لپاره موثره تمامیږي او ډېر ورکول کیږي کلیرو تو مایسین، ایزوترو مایسین، ایروترو مایسین، لیو فلوکزایسین، اکمنټین، سیفرویګزین او داسې نور درمل دي، چې د ناروغ ناروغي، عمر او بستر اړتیا ته په کتو ورکول کیږي.