ټولنه او کلتور

فاریاب کې یوې دیندارې مېرمنې په خپل شخصي لګښت جومات جوړ کړ

‏د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ پهٔ مرکز کې د (جامع المعراج تاراشي) په نوم د څه باندې د ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې یو لوی جامع جومات جوړ شو، چې لس میلیونه لګښت يې د یوې دينداره ميرمنې بي بي معراج میمنګي او پاتې نور یې د سیمې خلکو لخوا ورکړل شوی.

‏د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ پهٔ مرکز کې د (جامع المعراج تاراشي) په نوم د څه باندې د ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې یو لوی جامع جومات جوړ شو، چې لس میلیونه لګښت يې د یوې دينداره ميرمنې بي بي معراج میمنګي او پاتې نور یې د سیمې خلکو لخوا ورکړل شوی.
دغه جومات په یو وخت د ۲ زره لمونځ کوونکو د عبادت ظرفیت لري.
د خیبر ولسوال نورالله نوري د یاد جومات د پرانېستلو پرمهال وویل، چې یاد جومات د بنسټ ډبره لومړى د مرحوم حاجي عبدالوهاب له خوا کېښودل شوه؛ خو د نوموړي له مړينې وروسته د دې جومات د جوړېدو چارې یې خور بي بي معراج ميمنګي په مالي مرسته بشپړې شوې دي.
نوري زياتوي، چې د دغه جومات د جوړېدو لپاره اووه ميليونه افغانۍ د قره قل سيمې د اوسېدونکو له خوا او پاتې نورې يې د معراج میمنګی او د هغې د زامنو له خوا ورکړل شوې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د یادې مېرمنې دغه چاره ستایل شوې او د نوموړې دغه اقدام یې له دین سره د زیاتې مینې او شفقت مهرباني یاده کړې ده.
نجیب الله جنبش لیکلي:” الله تعالی دې یادې مېرمنې ته اجر ورکړي، ځکه چې دا یې د دُنیا او اخرت ګټه ده او احساس ته یې سلام، رب دې ورله صدقه یې جاریه په خپل دربار کې قبوله کړي. که په وطن کې جومات جوړېږي روغتون جوړېږي ګټه یې زموږ ټول وطن ته رسېږي.”
یو بل فعال او د فیسبوک کاروونکی قسیم مصوي:” یادې مېرمنې ښه کار کړی، چاچې د جومات د بنسټ ډبره کېښوده او مړ شو خدای دې وبخښي؛ خو د اسلامي امارت حکومت په اوس وخت کې د ډېرو جوماتونو د جوړولو خبره کړې او ډېر یې جوړ کړل، د دې ترڅنګ په زیاتو سیمو کې د روغتونونو نشتوالی او د څښاک پاکو اوبو نشتون دی چې باید جوړې شي. رب دې د دغه مېرمنې صدقه قبوله کړي.”
د دغه جومات د پرانیستلو په مراسمو کې د اسلامي امارت مسوولینو، دیني عالمانو او یو شمېر قومي مشرانو برخه لرله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button