روغتیا

ساه بندي (asthma)

ابوالفاتح

پوښتنه: ساه بندي یا استما څه ډول ناروغي ده؟

جواب: ساه بندي يو ناراحته کوونکی احساس دی چې د يو شمېر فکتورونو او ناروغيو له کبله ناروغ په کافي اندازه تنفس نه شي کولای.

ساه بندي يا asthma ناروغي يو سخته ناروغي ده، چې پيژندل يې هم ستونزمن دي. دغه ناروغي په ژمي کې زياتيږي او ډېر وخت د انسان د مرګ لامل هم ګرځي.

دغه ناروغي په هر وخت کې پر انسان راتلی شي، مګر ډاکټران وايي، چې په دوه ډوله دی.

اول: Atopic asthma، چې لامل يې حساسیت او الرجي بلل شوې.

دوهم: not atopic asthma چې ډېر وخت په کوچنيوالي کې پر ماشومانو راځي، چې زیات لامل یې د يو شمېر خوراکونو او دارو درملو د حساسيت لامل هم کېدای شي.

پوښتنه: د دغې ناروغي نښې او علایم  څه دي؟

جواب: عمده اعراض يې خشن او چټک تنفس دی

د سينې درد پکې وي او پوستکی يخوالی لري، همدارنګه په ناروغانو کې ويزينګ (يو ډول لوړ، تېز، غير نورمال تنفسي غږ دی) اواز اورېدل کيږي.

د ساه کښلو پر مهال د ناروغ نفس تنګيږي او ټوخی یې هم ورسره زياتيږي او دغه تکليف د شپې پر مهال ډېر زيات وي، چې د ناروغ خوب ورسره خرابيږي.

پوښتنه: ډاکتر صیب که د ساه بندي د عواملو په هکله راته ووایې، چې ولې یو څوک په دغه ناروغي اخته کیږي؟

جواب: د ساه بندي اساسي سبب د سږو اړوند ناروغۍ دي لکه: استما، COPD، د برانشيولونو مزمنې ناروغۍ، امفيزيما او نور..

او یا هم کله کله د زړه ناروغۍ لکه:

،Cardiomyopathy,د زړه لوی والی   Abnormal heart rhythms.

همدارنګه سرطان او د ځيګر مزمن تخريب.

پوښتنه: په دغه ناروغي کوم کسان ډېر اخته کیږي؟

جواب: په دې ناروغي هغه خلک ډېر اخته کیږي، کوم څوک چې سګرت او یاهم دخانیات څکونکي وي، ډېر وزن لرونکې (چاغ)،سابقه کورنۍ تاریخچه لرونکي، چې په دغه ناروغي اخته وي، هغه خلک چې په چټل او الرژن (ککړ) چاپېريال کې اوسي.

هغه کسان چې قلبې ناروغۍ لري او هغه خلک چې تمرين نه کوي.

پوښتنه: څنګه کولی شو له دغې ناروغي ځان وساتو؟

ځواب: طبي کارپوهان وايي، چې له دې ناروغۍ د ځان ساتنې لپاره يو شمېر لارې چارې سنجول شوي، تر څو د انسان پړپوس له ډېر خرابېدو وژغورل شي او د ساه بندي ناروغۍ مخه ونيول شي.

د دې ناروغۍ څخه د مخنیوی لپاره لمړی باید د سګرت او ورته دخانیاتو څښولو څخه ډډه وشي، په پاک او منظم محیط کې ژوند کول، د ډېر وزن کمول ،تمرین کول، کافې اندازه خوب کول، کولای شو د دغو پورته ذکر شویو فکتورونو په پام کې نیولو سره له ساه بندي څخه د خلاصون لاره اسانه کړو.

پوښتنه: درملنه یې څنګه کولی شو؟

جواب: درملنه او تداوې؛ تداوې نظر د ساه بندي او مریض حالت ته په کتو ډاکټر توصیه کوي. د ساه بندي د بېړنۍ درملنې لپاره ډاکټران انهيلر «inhaler» او نيبولايزر «nebulizer» څخه کار اخلي او دغه دوا د انسان پړپوس ته رسيږي او انسان ته په ساه اخيستو اساني پيدا کيږي.

اکسېجن ورکول کيږي، ځينې د خولې يا رګ له لارې د هوايي نالۍ او سږو خلاصوونکي او راحته کوونکي درمل ورکول کيږي، ځينې وخت سټيرايډونه هم ورکول کيږي.

د درد لپاره پراسټامول او نور مناسب درد آراموونکې دواوې هم ورکول کيږي.

همدارنګه هغه کسان، چې ساه بندي ناروغي لري دغه لارښوونې هم په نظر کې ونیسې.

۱-په ساه بندۍ اخته ناروغان بايد په خوراکونو کې هم احتياط وکړي او له کوره بهر بايد ماسک استعمال کړي.

۲-د ساه بندۍ ناروغ بايد له ډېرو خوږو او ترخو خوراکونو او يخو اوبو څخه پرهيز وکړي.

۳-د دې تر څنګ ناروغ بايد عطرونه، سپرې او د بدن پوډرو له کارولو څخه ځانونه وژغوري.

۴-ډاکټران وايي، چې د ساه بندۍ ناروغان د وارخطايي پر ځای بايد له احتياطه کار واخلي.

۵-نمجنه هوا، خوشبوګانې، سيګريټ او نور دودونه د ساه بندۍ ستر لاملونو بلل کيږي، چې باید ځان ترې وساتو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button