اقتصادټولنه او کلتورمقالې او تبصرې

2024 م کال به د افغانستان د ګرځندوی لپاره غوره فرصت وي

سږ کال له نېکه مرغه د افغانستان د ګرځندي صنعت په برخه کې په نړيواله کچه ښه وځلېد او هېواد ته راغلو بهرنيو ګرځندويانو په بېلابېلو سيمو کې له تاريخي آبداتو او لرغونو مېنو او طبيعي منظرو ليدنې وکړې. له همدې امله سږ کال افغانستان د ګرځندوي په برخه کې په نړيړاله کچه ښه انځور او معرفي شو.

سږ کال له نېکه مرغه د افغانستان د ګرځندي صنعت په برخه کې په نړيواله کچه ښه وځلېد او هېواد ته راغلو بهرنيو ګرځندويانو په بېلابېلو سيمو کې له تاريخي آبداتو او لرغونو مېنو او طبيعي منظرو ليدنې وکړې. له همدې امله سږ کال افغانستان د ګرځندوي په برخه کې په نړيړاله کچه ښه انځور او معرفي شو.

دې ته په کتو سره وړاندوينې او هيلې دا دي چې راروان 2024ز کال به د افغانستان د ګرځندوي صنعت په برخه کې ښه وځلېږي، چې دا د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره ښه زېري دي.

څه موده مخکې له برېتانيې خپرېدونکې ورځپاڼې انډپېنډنټ هم په دې اړه جزيات خپاره کړي وو او د دې وړاندوينه يې کړې وه چې 3024ز کال به د افغانستان د ګرځندوي صنعت د غوړېدو او پرمختګ لپاره غوره کال وي.

دې ورځپاڼې د ګرځندوي شرکت «لوپاين ټرول» له قوله ليکلي و، چې اوس په افغانستان کې امنيت ټينګ دي او د ګرځندويانو لپاره د سفر ښه فرصت راغلي دي او د ګرځندويانو د سفر او د سيلانيانو د جذب او تګ راتګ لپاره ښه موقع برابره شوې ده.

د افغانستان امنيت د دې لامل شوي چې نړيوال سيلانيان او ګرځندويان افغانستان ته د سفر زړه ښه کړي او د هېواد له تاريخي آبدو او لرغونو سيمو کتنه وکړي؛ همدا رنګه د بېلابېلو ولايتونو ښکلې طبيعي منظرې د بهرنيو سيلانيانو لپاره ډېرې په زړه پورې دي او د بهرنيانو ترځنګ هېوادوال هم د سيل او مېلو لپاره دغو طبيعي منظرو ته ورځي او له مېله ځايونو يې خوند اخلي.

دې ته په کتو سره سږ کال د افغانستان د ګرځندوي صنعت په بې سارې توګه پرمختګ وکړ او هيلې دا دي چې د ګرځندوي په ډګر کې به افغانستان نور هم مشهور او د نړيوالو د پام وړ وګرځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولينو په دې اړه وخت ناوخت رسنيو ته ويلي، چې په تېرو دوو کالو کې گڼ شمېر بهرني ګرځندويان هېواد ته راغلي او د هغوي راتګ د دې لامل شوي چې د افغانستان د امنيت انځور په نړيواله کچه وړاندې شي.

د هرات ولايت د موزيم د آرشيف مسئولينو ويلي: «په تېرو ۹ مياشتو کې څه ناڅه ۹۲۲۳ بهرنيو سيلانيانو او دغه راز افغان محصلينو او متعلمينو له دغه موزيمه ليدنه کړې ده.»

همدا رنګه په شمالي او مرکزي ولايتونو کې هم ګڼو بهرنيانو له لرغونو سيمو او ځايونو ليدنې کړې او روان ژمي او واورې د هغوي (بهرنيو سيلانيانو) لپاره نور سفري فرصتونه هم رامنځته کوي.

هېواد ته راغلو بهرنيو سيلانيانو هم ويلي چې امنيت ټينګ شوي او دلته طبيعي منظرې او تاريخي ځايونه ډېر په زړه پورې دي او د افغانستان خلک ډېر مېلمه پال دي.

دوي وايي چې موږ به د افغانستان د امنيت او د سيل ځايونو نکلونه خپلو کورنيو او ملګروته هم وکړو چې هغوي هم دلته راشي او د افغانستان له طبيعي او تاريخي ځايونو خوند واخلي.

په اصل کې د يوه هېواد تاريخي او طبيعي منظرې د هغه هېواد عظمت او شان و شوکت معرفي کوي؛ هر څومره چې يو هېواد له داسې ځايونو او لرغونو مېنو غني وي، په همغې کچه يې د صنعت او ګرځندوي چارې هم پراخې او غني وي. افغانستان په دې برخه کې ډېر غني دي او لرغوني تمدن او طبيعي منظرې يې د پام وړ دي. پر افغانستان د تاريخ په بېلابېلو دورو کې د هر بهرني کبرجن پاچاه او امپراتور يرغلونه کړي او مات شوي دي. له همدې امله له هغوي دلته ډېر څه په ميراث پاتې دي او افغانستان څه باندې پنځه زره کلن تاريخ لري، نو بايد ووايو چې د افغانستان د ګرځندوي ډګر خورا پراخ دي او د ګرځندوي صنعت هم بايد ورسره سم عيار او پراخ کړای شي؛ ځکه د نړۍ ګڼ هېوادونه د ګرځندوي له صنعته هر کال ستر عوايد تر لاسه کوي، لکه هند، چين، يونان ، مصر او داسې نور.

د ګرځندوي صنعت ته بايد د وخت د غوښتنو له مخې پراختيا او وده ورکړل شي؛ البته په دې اړه تراوسه هرې هڅې چې شوې، موږ يې ستايو، خو که د يادو هېوادونو د ګرځندوي د صنعت چارې و ارزوو ،نو بې له شکه چې د دغو هېوادونو په اقتصاد ، امنيت او پرمختګ کې يې ډېر رول لوبولي دي؛ دا چې له پنځه څلوېښت کالو وروسته په افغاستان کې امنيت ټينګ شوي، نو دا د ګرځندوي صنعت د ودې او پراختيا لپاره غوره فرصت دي چې ورته کار وشي، لرغونې مېنې او آبدات بيا ورغاول شي،د بهرنيو سيلانيانو لپاره په ولايتونو او مرکز کابل کې د هغوي د پاتې کېدو لپاره پرمختللي هوټلونه او د تګ راتګ لپاره يې ښه ټرانسپورټي سيستم او آن د پېر او پلور بازارونه او دغه راز ټول د ګرځندوي د اړتيا امکانات ، وسايل او فرصتونه بايد د ګرځندوي په نړيوالو معيارونو برابرکړای شي او په دې برخه کې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر خدمات وړاندې کړاي شي.

حمزه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button