ټولنه او کلتور

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال له یو شمېر پخوانیو جنرالانو او قومندانانو سره لیدلي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې له یو شمېر پوځي جنرالانو سره په سپیدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

دې لیدنه کې چې د تېرې ادارې د ستر درستیز مرستیال، د قول اردوګانو او پولیسو قومندانانو او د ملي امنیت مسوولینو برخه اخیستې وه، جنرال افضل امان او جنرال شعورګل پښتون د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د عفوې له عمومي فرمان څخه په منننې یې وويل؛ د تېرې ادارې ټول کارمندان او پوځیان له دې فرمان څخه خوښ دي.

دوی زیاته کړې، چې دا مهال د تېرې ادارې د امنیتي ځواکونو ۷۰سلنه پوځيان په افغانستان کې مېشت دي چې په ډاډه او ارامه زړه ژوند کوي.

یادو جنرالانو افغانستان خپل کور او اسلامي نظام د خلکو هیله یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

یادو جنرالانو او قومندانانو دغه راز ویلي؛ هغه کسان چې په پخواني پوځ کې یې دنده درلوده او دا مهال له بهر څخه وخت ناوخت ناسمې څرګندونې کوي او ولس اندېښمنوي، نه په پوځیانو کې او نه هم په ملت کې ملاتړ لري، پرته له دې چې فیسبوکي څرګندونې وکړي، نور یې هېڅ په وس پوره نه دي او موږ چمتو یو، چې د دې ډول کسانو پر وړاندې ودرېږي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو پوځيانو ته په خبرو کې ویلي، چې ټول مجاهدین د عفوي فرمان ته په پام سره خپل مسولیتونه پرمخ وړي او یادو کسانو ته یې ډاډ ورکړی، چې دوی ته هېڅ ډول ستونزه نشته، ټول افغانان چې پخوا یې له هر رژیم سره په هر موقف کې دنده درلوده، دا مهال په افغانستان کې ورته د ارام او سوکاله ژوند زمینه برابره ده.

سیاسي مرستیال له ټولو افغانانو غوښتي، چې په خپل هېواد کې پاتې شي او په پوره ډاډ او ارام سره ژوند وکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې د عفوې له فرمان وروسته، هېڅ پخوانی پوځي د خپلې دندې له امله په قصدي ډول د اسلامي امارت له لوري نه دی په نښه شوی؛ بلکې په ځينو سیمو کې به ستونزې له شخصي موضوعاتو څخه پېښې شوي وي، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ ښکارندويي نه کوي بلکې اسلامي امارت یې عاملین د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یاد پوځیان د افغانستان کادرونه یاد کړل چې په وینا یې د اړتیا پر مهال به یې اسلامي امارت له تجربو څخه استفاده کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له لوري له هغوی سره یوه اندازه نغدي مرسته هم وشوه. همداراز یادو پخوانیو جنرالانو مولوي عبدالکبیر ته یوه توره ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button