سیاست او دولت

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر د ایران سفیر سره وکتل

 د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) افغانستان کې د ایران  سفیر حسن کاظمی قمی او ورسره هیئت سره وکتل.

لومړی سرپرست وزیر ورته هر کلی او ښه راغلاست و ویلو او بیا هغوی د وخت ورکولو مننه وکړه. شیخ محمد خالد (الحنفي) د ایران هیواد له لوري د افغانستان اسلامي امارت سفیر منل او سفارت ورته سپارل وستايل او دا یې ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره هم یو ستر مسئولیت ادا کول وګڼل.

چې کلونه یې ښه میلمه پالنه کړې، تر څو د هغوی چارو ته لا ښه رسیدنه وشي. هغه همدا راز د اسلامي نړۍ په وحدت ټینګار وکړ، یو د بل همکاري یې د ټولو مسئولیت وبللو او زیاته یې کړه چې بریا په وحدت کې دی، د چا تر فشار لاندې باید رانشو، یو بل ته لاسونه ورکړو او یو بل سره همکاري وکړو.

 سفیر و ویل زمونږ افتخار د مستضعفو مسلمانانو حمایت دی،هغه که په هره سیمه کې وي او څنګه چې نورو ته د ایران په امورو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو ځان ته هم دا حق نه ورکوو چې د نورو په چارو کې مداخله وکړو،ایران کې د لکونه افغان مهاجر میشت دي،د سفارت سپارل د هغوی لپاره اړین و نوموړي زیاته کړه:ځينې خلک د ښځو د حقوقو موضوع یادوي خو هغوی ته په ريښتينې توګه د ښځو حقوق نه دي معتبر،د ښځو د تعلیم او حقوقو مسئله ستاسو کورنۍ موضوع ده او په سمه توګه یې حل کړئ،لکه څنګه یې چې حق دی، اوسنی حالت آن د تیر نظام د خلکو لپاره هم د خوښې وړ دی او وایی چې اوس د منکراتو مخه په بېسارې توګه نیول شوې ده.

پای کې شیخ محمد خالد (الحنفي) هغوی ته په جواب کې و ویل ځینې کړۍ کوشش کوي چې مونږ د ښځو او تعلیم دښمنان وښيي خو نه اسلام هغه دین دی چې د ښځو حقوق یې خلکو ته واضح کړل او ښځه یې د انسانیت یوه برخه معرفي کړه، مونږ د شریعت په نظر کې نیولو سره د ښځو ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن یو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button