ټولنه او کلتور

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه، د سه شنبې په ورځ (کب ۹) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال د یاد وزارت او خصوصي پوهنتونونو د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، مولوي محمد یونس راشد وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ځوانانو هر اړخیز پرمختګ ته ژمن دی او تل یې د ځوانانو د تحصیل او کارموندنې برخه کې د دغه وزارت د پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

ښاغلي راشد زیاته کړه، د ځوانانو ستونزو او غوښتنو د اورېدو او حل په موخه مو ولایتي سفرونه وکړل او په ۱۷ ولایتونو کې مو له زرګونو ځوانانو سره مخامخ ناستې او خبرې وکړې، د ټولو ځوانانو غوښتنه دا وه چې په کابل کې د تحصیل زمینه ورته برابره شي، مونږ هم ژمنه ور سره وکړه او دا دی نن په کابل کې له ۴۰ خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو سره په همدا تړاو د همکارۍ هوکړه لیکونه، لاسلیکوو.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، ځوانانو ته د تحصیلي زمینې برابرولو برخه کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو د همکارۍ او تخفیف ستاینه وکړه، وې ویل دغه معینیت ۱۰۰۰ تنه بېوزله ځوانانو ته په کابل کې د لیلیې امکانات هم برابر کړي دي.

همدارنګه ښاغلي راشد وویل: د ځوانانو چارو معینیت به هغو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي چې لوړې زده کړې یې کړي او تر اوسه بې روزګاره دي.

د ناستې په جریان کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو هم د ځوانانو چارو معینیت دا هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان به، له دغه معینیت سره خپلې همکارۍ ته، دوام ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button