سرلیکنې

تېر يو کال او د اسلامي امارت سياسي برلاسي!

د اشغال په وړاندې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان ولس د شل کلنې سختې او بې سارې مبارزې تر بريا او د افغانستان له خپلواکۍ وروسته اسلامي امارت پر امنيتي او اقتصادي ثبات سربېره په سياسي برخه کې هم ډېرې لاسته راوړنې لري.

د اشغال په وړاندې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان ولس د شل کلنې سختې او بې سارې مبارزې تر بريا او د افغانستان له خپلواکۍ وروسته اسلامي امارت پر امنيتي او اقتصادي ثبات سربېره په سياسي برخه کې هم ډېرې لاسته راوړنې لري.

امريکا او متحدينو يې په افغانستان کې له ماتې وروسته نه غوښتل چې اسلامي امارت دې د يو مسئول حکومت په حيث بريالۍ حکومتولي وکړي او همدا لامل دی، چې د افغانستان له اوو ميلياردو ډالرو زياته شتمني يې په غير قانوني ډول کنګل کړې او په سياسي برخه کې هم اسلامي امارت ته ګام په ګام ستونزې ايجادي، خو له دې ټولو سره سره اسلامي امارت توانېدلی، چې په کور دننه امنيتي او اقتصادي ثبات رامنځته کړي او دغه راز يې له نړۍ سره د تعامل او سياسي اړيکو په برخه کې هم له تمې ډېر پرمختګ کړی.

اوس مهال اسلامي امارت په ډېرو هېوادو نو کې د افغانستان سفارتونو ته لاس رسی پيدا کړی او هلته يې خپل ډيپلوماټان لېږلي. له ګڼو هيوادونو سره يې د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړيکې جوړې کړي او په ټوله کې يې بهرنی سياست بريالی دی.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي هم وړمه ورځ، تېر ۱۴۰۱ل کال په سياسي برخه کې د اسلامي امارت لپاره ګټور ياد کړ او زياته يې کړه چې اوس يې عملاً له ډېرو هيوادونو سره اړيکې رسمي بڼه لري.

 دا رښتيا هم ډېره ستره بريا ده، چې يو نظام دې پر دومره ډېرو ننګونو، سياسي او اقتصادي فشارونو سربيره بياهم له نړۍ سره په دومره پراخه کچه اړيکې ټينګې کړي.

په دې برخه کې شوې هڅې د ستايلو وړ دي، خو لا ډېر کار او هڅو ته اړتيا ده او له ټولو مهمه داده چې په سياسي برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه، وزارتونو او ټولو دولتي ارګانونو ترمنځ هماهنګي او همکاري لا ډېره شي او هر ګام د يو منظم پلان له مخې واخيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button