
اقتصاد
۵ ولایتونو کې د ډبرو سکرود پروسس کارځایونـه جوړېږي
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د کابینې په ۳۳مه غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د ځمکو د تصفيې ګمارل شوي پلاوي د راپور لنډیز د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون ته واستوي.
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د کابینې په ۳۳مه غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د ځمکو د تصفيې ګمارل شوي پلاوي د راپور لنډیز د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون ته واستوي. د دې پرېکړې پر بنسټ به پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته بندۍ لپاره کارځایونو جوړ شي. په یاده غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې د معاشونو د تنظیم او تشکیلاتو کمېسیون دې د ملي بس دولتي شرکت ته د وزارتونو او دولتي ادارو د اضافي وسایطو د لېږد په اړه د ماليې وزارت غوښتنه وڅېړي او لازم تصمیم دې ونیسي. همدارنګه د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ټاپ پروژې لپاره د سکرتریت رامنځته کولو د طرحې مسلکي ارزونه او تصمیم اقتصادي کمیسیون ته سپارل شوی دی.