هیواد

۴۰۵ تنه کډوال هيواد ته راستانه شول

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستانه ۴۰۵ تنه کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارې هيواد ته راستانه شول. د تورخم د سرحدي آمريت د راپور له مخې، ‏۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۲۳ تنه کېږي په جبري توګه هيواد ته راستنې کړای شوې دي. دوی وايي: د کډوالۍ په رياست کې تر ثبتېدو وروسته دغه کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. له بلې خوا په کندهار کې د سپين بولدک د سرحدي آمريت د معلوماتو پر بنسټ، ۳۶ کورنۍ چې ټولټال ۱۸۲ کسان کېږي په جبري توګه هيواد ته ستنې کړای شوې دي. دغه کډوال په کډوالۍ رياست کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړيوال پروګرام او د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button