مقالې او تبصرې

۲۰۲۳ کال د فلسطینیانو د ټولوژنې کال و

د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د وروستیو درې میاشتو هره شېبه او ورځ پر فلسطینیانو د اسرائیلي رژیم له لوري د مرګونوو بریدونو او توغندیو تر باران لاندې تېره شوه.

د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال د وروستیو درې میاشتو هره شېبه او ورځ پر فلسطینیانو د اسرائیلي رژیم له لوري د مرګونوو بریدونو او توغندیو تر باران لاندې تېره شوه.

په رسنیو کې د خپرو شویو ویډیو ګانو او ژوندیو رپوټونو په روایت، د غزې فضا د باردو بوی نیولې وه، خلکو به د خپلو زخمي بچیانو بدنونه په غاړه کړي وو او د هغوی لپاره به په روغتونونو کې د ژوند لټولو لپاره سر وهلي در وهلي ګرځېده.

د معلوماتو له مخې د اکټوبر میاشتې له ۷مې نېټې راهیسې تر دا مهاله د اسرائیلي صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۲۱ زره او ۸ سوه څخه اوښتی دی.

په رپوټونو کې د فلسطین د روغتیا وزارت له لوري د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ په دغه بشري ناورین کې ۵۶ زره ۴ سوه او ۵۱ تنه زخمیان شوي دي.

په تېر (۲۰۲۳ زېږدیز) کال کې د اسرائیلو په بریدونو کې یوازې په لویدیځه څنډه کې ۵ سوه او ۶ تنه فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.

د فلسطین د سرشمېرنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د ۱۹۴۸م کال له ناورین وروسته ۲۰۲۳ کال د فلسطینیانو لپاره تر ټولو خونړی او  زړه بوږنوونکی کال و، چې د نورو کلونو په پرتله په کې تر ټولو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تازه معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه ورځ کې ۱۸۷ کسان د اسرائیلو په تازه بمباریو او بریدونو کې وژل شوي دي.

له غزې څخه په خپرو شویو رپوټونو کې ښکاري، چې اسرائیل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې یې ۳۱۲ روغتیايي پرسونل په شهادت رسېدلی او دغه راز د دوی ۹۹ کسان له اسرائیلي پوځ سره برمته دي.

وزارت زیاته کړې، چې د دوی برمته شوي کسان په جسمي او رواني ډول زورول کېږي، وږي، تږي او د اوږد وخت لپاره بې خوبه ساتل کېږي او د دې لپاره چې پوښتنې ګروېږنې تر وکړي اوږده موده سړې هوا ته درول کېږي.

په رپوټ کې د وزارت له قوله ویل شوي، چې د غزې تړانګه کې ۲۳ روغتونونه او ۵۳ نور روغتیایي مرکزونه د اسرائیلي صهیونیسټي رژیم د پرلپسې بمباریو له کبله په ټپه درېدلي او او ۱۰۴ د زخمیانو د لېږد امبولانسونه یې په نښه او له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه له پراخو خونړیو بریدونو، زرګونو فلسطینیانو له وژلو او د خلکو له ربړولو سره سره، اسرائیلي رژیم د بریا څرک نه ویني او تر اوسه یې د حماس غورځنګ له ممکنه بریدونو څخه د ځان خوندي ساتلو ډاډ نه دی حاصل کړی.

بل لوري ته د خوړو د نړیوال سازمان په ګډون ډېری نړیوالو سازمانونو او له امریکا پرته د ملګرو ملتونو ګڼو غړو هېواد په غزه کې د روان بشري ناورین او د فلسطینیانو د ټول وژنې د درېدو لپاره د ډزبندۍ غوښتنه کړې خو د اسرائیلي رژیم مشر بنیامین نتنیاهو او سپینې ماڼۍ د جګړې په جاري ساتلو ټینګار کړی دی خو د یادولو وړ ده، چې پخپله عام اسرئیلي وګړي هم د جګړې پر جاري ساتلو خوښ نه دي.

تېره ورځ په تل ابیب کې زرګونه اسرائیلي وګړو، د دې لپاره چې نتنیاهو پر خپل جګړه ییز دریځ ټینګ ولاړ دی، د هغه د بې واکه کېدو په پلوۍ لاریون کړی. د هغه ځینې منتقیدینو ویلي، چې د خپل سیاسي پایښت لپاره د جګړې اوږدول غواړي.

له دې ورهاخوا ځینو نړیوالو رسنیو ویلي، چې سوېلي افریقا د عدالت په نړیواله محمکه کې د اسرائیلي رژیم پر ضد عریضه کړې او ویلي یې دي، چې په غزه کې ټولوژنه او د فلسطینیانو جینوسایډ روان دی.

په رپوټ کې د سوېلي افریقا د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له قوله ویلي، چې په غزه کې د اسرائیلي پوځیانو له لوري د جنګي جنیاتونو رپوټونه شته او دا لړۍ لا هم روانه ده.

دغه راز خبرپاڼې زیاته کړې، چې د اسرائیلي رژیم کړنې ټولوژنه ده، ځکه په ډله ییز ډول د فلسطین خلک بمباروي او وژني.

په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د نوي زېږدیز کال د هرکلي نندارې روانې دي؛ نه یوازې دا چې په غزه کې د فلسطینیانو ټولوژنه روانه ده؛ پاتې ژوندي خلک یې له مهمو انساني اړتیاو محروم او  له سختې ولږې او قحطۍ سره مخ دي.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button