اقتصاد

یو چینايي شرکت په هيواد کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلی

باختر: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د یوه چینایي شرکت له مسئولینو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت مسئولینو په افغانستان کې د وچې میوې د پروسس په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، په خپلو خبرو کې ویلي: اوس په افغانستان کې له هره اړخه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او موږ له ټولو بهرنیو پانګوالو څخه چې په افغانستان کې پانګونه کوي؛ هرکلی کوو.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ، په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button