سرلیکنې

یو عادل او مخلص نظام هر ډول ګواښونه ځوابولی شي !

حقیقت دادی چې لومړی خو موږ هسې هم په اخره زمانه کې ژوند کوو چې طبعاً له هرې خوا فتنې را اوري، دویم دا چې بې له شکه هر فرد او هره ټولنه خامخا څه ناڅه دښمنان لري په تېره بیا داسې یو مهال کې د یوې ټولنې له خوا د اسلام د حاکمیت دعوا کول چې تقریباً ټوله نړۍ کې د کفر او لادینیت اکثریت او کم شمېر مسلمانان هم مستقیماً د کفارو له خوا اسیران او غلامان وي. ښکاره ده چې په دې صورت کې  بیا نو د ګردې نړۍ دښمني او جفا وته ځان چمتو کول او شپه ورځ د خپلې دفاع لپاره فکر  او کار کول په کار دي.

حقیقت دادی چې لومړی خو موږ هسې هم په اخره زمانه کې ژوند کوو چې طبعاً له هرې خوا فتنې را اوري، دویم دا چې بې له شکه هر فرد او هره ټولنه خامخا څه ناڅه دښمنان لري په تېره بیا داسې یو مهال کې د یوې ټولنې له خوا د اسلام د حاکمیت دعوا کول چې تقریباً ټوله نړۍ کې د کفر او لادینیت اکثریت او کم شمېر مسلمانان هم مستقیماً د کفارو له خوا اسیران او غلامان وي. ښکاره ده چې په دې صورت کې  بیا نو د ګردې نړۍ دښمني او جفا وته ځان چمتو کول او شپه ورځ د خپلې دفاع لپاره فکر  او کار کول په کار دي. دا چې اوس مهال موږ افغانان له همدغسې یو وضعیت سره مخ او د چم ګاونډ په شمول درستو نړیوالو له حسده ډک ګواښونه راته متوجه دي او موږ هم د څلورو لسیزو جګړو او لانجو دومره ځپلي یو چې نه علم و حکمت راپاتې دي، نه اقتصاد او نه مو ملي وحدت بې داغه دی. بناءً موږ ته لازمه ده چې تر هر څه ړومبی د نظام په سمون او سوچه توب کې ډېره هڅه وکړو. ځکه معلومه ده چې په ډېره لنډه موده کې موږ نه شو کولی د خپلو ګاونډیانو او نورو مداخله ګرو هېوادو په کچه وس او وسایل تر لاسه کړو. البته دا کولی شو چې څښتن تعالی ته په عذر او زاریو لاس او چت او له هغه نه د خپل ځان د اصلاح غوښتنه وکړو. موږ باوري یو چې کله یو مسلمان د خپل خدای جل جلا له په لور هڅه هاند کوي نو هغه یې حتماً مرسته کوي او دبریا لارې ورته پرانیزي. هیله ده په دې توګه په موږ کې د اخلاص، عدالت او شفافیت کچه نوره هم زیاته او بیا د خپل منځي ایثار او خواخوږۍ په خپلولو زموږ  داخلي نظم او وحدت هم پیاوړی شي. د پورتنیو خصلتونو یقینی پایله دا ده چې دښمن به زموږ منځ کې د ننوتلو هېڅ لاره او چاود، نه شي موندلی، موږ به همېشه یو محکم او مضبوط صف یو، ټول عام ولس به زموږ په اخلاص، ایثار، عدالت ، صداقت او شفافیت قانع او له همدې کبله به تل زموږ ترخوا ولاړ او د کینه ګرو هر ډول دسیسې او شیطاني پلانونه به شنډوي. دغه راز د خپل صف او ټولګي د وحدت او جمعیت لپاره په مشرانو کې د اخلاقو نرمي، عفو او خپلو دوستانو او ملګرو سره سلا مشوره هم ډېره ضروري ده. ځکه انانیت، استبداد او د مشورو نه اورېدل پرته له شکه د صف د متلاشي کېدو او خپل منځي بې باورۍ لامل ګرځي، لکه چې د پاک خدای په سپېڅلي کلام کې د اسلام ستر پیغمبر(ص) ته هم د همدغو مفاهیمو سپارښتنه شوې ده. په دې اساس موږ ته لازمه ده چې د موجوده فتنو، فسادونو او شرارتونو د کثرت او هجوم پر وخت همدغو لنډ مهالو او ژر  تر لاسه کېدونکو اسبابو ته لاس واچوو. خو دا به یاد ساتو چې ذکر شوي خصلتونه د هر مؤمن لپاره تر مرګه لازمي دي البته د مادي اسبابو تر لاسه کول چې طبعاً جوړول او چمتو کول یې لږو ډېر وخت ته اړتیا لري، لا یوه بله فریضه ده چې باید په هکله یې هېڅ غفلت ونه شي. تردې چې د خپل ځان او الهي دین او شعائرو د اعلاء، دفاع او دښمن ډارولو لپاره د فوق العاده پیاوړو اسبابو جوړول هم زموږ یو مهم مکلفیت دی. د قادر خدای د مرستې په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button