
یو طرفه مینه نه کېږي
دا یو څرګند حقیقت دی،چې نړۍ اوس د یو کلي حیثیت لري او په کلي کې مېشت استوګن یو له بل سره اقتصادي، تجارتي، فرهنګي، مذهبي، سیاسي، صنعتي او د روغتيا په برخه کې اړتیا او راشه درشه لري موږ هم په دغه نړیوال کلې کې دیو آزاد اومستقل هيواد په توګه ژوند کوو او د خپل هيواد د آزادۍ او استقلال په خاطرمو په ميلیونونو شهیدان ورکړي په دغه کلي کې هر څوک ځان ته جلا قوانین او حقوق لري،هېڅوک دا حق نه لري چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، د افغانستان د حکومت بهرنی سیاست هم په همدغه بنیاد استوار دی او هېڅکله به چاته د دې اجازه ورنه کړي چې په کورنیو چارو کې يې مداخله وکړي. افغانستان د نورو په مرستو متکي هيواد نه دي،بلکې افغانستان د نړۍ په سطحه یو شتمن او له طبیعي زېرمو ډک هېواد دی چې د آسیا په زړه کې موقعیت لري اوس چې نړۍ اوګاونډي هيوادونه ليوالتيا ښودلې منځنۍ آسیا ته لاره ولري او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادرات او واردات وکړي افغانستان يې دوصل په نطقه کې پروت دی او نړۍ اړ ده چې له افغانستان سره تعامل وکړي ، نو په کارده چې نړۍ او ګاونډيان په دې پوه شي او په خپلو سیاستونو کې له سره غور وکړي او دا حقیقت درک کړي چې په زور کلي نه کېږي دلته ډېرو خپل زورونه وازمایه او شومې هيلې يې له خاورو سره خاورې شوې او ناهيلې زموږ له هيواده تښتې ته اړ شول،که نړۍ او ګاونډي هيوادونه له موږ سره ستونزې لري نو دغه ستونزې دې د خبرو له لارې حل کاندي، نړۍ او ګاونډي هيوادونه موږ ته اړ دي او موږ هم هغوی ته اړتیا لرو چې یو له بل سره د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو سره هم ښې او نیکی اړیکې ولرو او یو له بل سره د متقابل درناوي په بنیاد په دغه کلي کې خپل ژوند او چارې پرمخ یوسو.