
یو ترکي شرکت د سربو او جستو کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې یو ترکي شرکت په افغانستان کې د سربو او جستو کانونو کې پانګونې او د یوې تصفیې خونې د جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ترکیې، ایران، چین او د څو نورو اروپايي هېوادونو زښته زیات شرکتونه غواړي چې د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي. له دې سره هممهاله د اوبو او انرژۍ وزارت هم په نږدې راتلونکي کې د یوه ترکي شرکت له خوا په هرات ولایت کې د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا د تولید له کاره خبر ورکوي. د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد ویلي چې د دغې پروژې د عملي کېدو هوکړه د ترکیې له ۷۷ ودانیز شرکت سره د هرات په کشک او ګذره ولسوالیو کې شوې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تراوسه یوه چینايي شرکت د امو سیند حوزې د قشقري بلاک نفتي کان د استخراج عملي چارې پېل کړي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د هېواد د ځينو نورو کانونو د استخراج چارو تړونونه هم بهرنیو شرکتونو ته وسپارل شي.