
یونیسف او روغتیايي خدماتو موسسې روغتیا وزارت سره هلې ځلې لا ګړندۍ کوي
شریعت: د یونیسف ادارې او د روغتیایی خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو د عامې روغتیا له وزارت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت تیره ورځ د یو خبرپانې په خپرولو سره وویل چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد پرون په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان له مسئولینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د چارو د همغږۍ او په روغتیايي برخه کې د همکاریو په لا پياوړتیا بحث او خبرې وشوې.
همداشان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د یونسیف ادارې له استازي فرانک او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
ډاکټر عباد په دغه کتنه کې د روغتيايي خدمتونو پر ښه والي او د عامې روغتیا وزارت، یونیسف ادارې او د روغتيايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو ترمنځ پر لا همغږۍ خبرې وکړې.
د یونیسف ادارې او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو استازو د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به هلې ځلې ګړندۍ کړي.