سرلیکنې

یوازې د کورنیو تولیداتو پالنه مو پر ځان بسیا کولی شي!

موږ ټول باید دا حقیقت ومنو چې ترڅو مو د ژوند ضروري توکي په کور دننه ترلاس کړي نه وي، خپل زیاتره وګړي مو پر ګټورو چارو بوخت کړي او د خپلې دفاع اړین وسایل مو چمتو کړي نه وي، تر هغو پورې نه په واقعي توګه خپلواکي ساتلی او نه د لرې او نژدې غلیمانو له یرغل او چیچلو ځان ژغورلی شو. بناءً پر دې اوس مهمه ده فکر وکړو، چې څرنګه له خپلو شتو امکاناتو د ژوند ضروري توکي په لاس راوړو او خپل خلک د پردیو له احتیاجه خلاص کړو. دې موخې ته رسېدل ډېر ګران هم نه دي، ځکه چې موږ په دې ډګر کې خلاص مټ لرو. معنا د خپلې خاورې له پیداوارو ګټه اخیستل او د خپلو مصنوعاتو پالنه زموږ خپله کورنۍ معامله ده چې د پردیو مشورو، مداخلو او فشارونوته په کې هېڅ اړتیا نشته. په دې اساس موږ کولی شو د خپلو کورنیو پیداوارو او تولیداتو درنښت او  قدر وکړو او د امکان تر حده د وارداتي توکو له استعماله ډډه وکړو. موږ باید ټول هېوادوال قانع کړو چې که په ريښتیني ډول هغوی وغواړي د لومړنیو ضروري موادو له ګرانۍ او کمښته خلاصون ومومي نو ټول دې لاس په کار ا و له هر څه مخکې دې ځان ته ډوډۍ پیدا کړي او د خپل کور لپاره ډوډۍ هغه مهال ترلاسه کېدای شي کله چې موږ آن د خپلو کورونو په انګړ کې هم غنم او نورې غلې دانې وکرو. یا مثلاً دومره خام مواد ولرو چې د خپل پوښاک اړتیاوې مو پوره کولی شي او هغه توکي ولرو او وپېژنو چې خپله درملنه پرې کولی شو. دغه راز د ژوند په ګردو څانګو کې یوازې پر هماغو بسیطو اسبابو تکیه په کار ده چې په کور د ننه خپل هېواد کې یې ترلاسه کولی شو که څه هم د بهرنیو په نسبت یې کیفیت ډېر کمزوری هم وي. البته د دغو هڅو ترڅنګ بیا د حکومت ذمه واري دا هم ده چې په جدي ډول د ټولو کورنیو تولیداتو پالنه او د پرمختګ لپاره یې ګړندۍ هڅې وکړي. همدارنګه بله هڅه به یې داوي چې آن تر ډېرو جزئیاتو پورې د وارداتی توکو داسې کلکه څارنه او پلټنه وکړي چې پرته له ډېرو اړینو شیانو هېڅ کوم هوسي او غیر ضروري سامان هېواد ته را داخل نه شي. په تېره بیا هغه څه چې وطني بدیل هم ولري. د حکومت له خوا په دې برخه کې بشپړ جدیت او سخت دریځي له دې امله مهمه ده چې په هره ټولنه کې طبعاً داسې سوداګر څه کم نه دي چې د هېواد پالنې احساس یې کم او زیاتره پام یې د شخصي ګټو زیاتول او ځان پالنه وي. ځکه خو په کارده چې حکومت یې لاس ونیسي  او د هغو بهرنیو سامانونو له راوړلو یې ایسار کړي چې هېوادوال پردیو ته اړباسي او له خوارۍ او محنته یې د نورو هېوادو پانګوال استفادې کوي. داوخت زموږ لپاره پر همدغو تګلارو چلېدل په کار دي، همدا مو پر ځان بسیا کوي، همدا مو د پردیو له  احتیاجه خلاصوي او همدا مو سوکالۍ او رښتینې خپلواکۍ ته رسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button