
ګڼ شمېر افغانان روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري
د افغانســتان لپاره د روغتيــا نړيوال سازمان استازي ويلي، له افغانانو سره په روغتيايي برخه کې د مرستې لپاره نړيوال مشارکت کليدي رول لري. د روغتيا نړيوال سازمان تيار دی چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د روغتيايي خدماتو د رسولو د مشرۍ رول پر غاړه واخلي. د دغه ســازمان څه باندې ۵۰ شريکان له افغانانو سره د روغتيايي مرستو لپاره هڅولي دي، د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۷ ميليونه او ۶ لکه کسان روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري او د دغو خدماتو لپاره څه باندې ۱۸۸ ميليون ډالرو ته اړتيا ده. داچې ګڼ شمېر افغانان روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري او دغه سازمان تيار دی،چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د روغتيايي خدماتو د رسولو د مشرۍ رول پر غاړه واخلي، خو د روغتيايي خدماتو ترڅنګ افغانان د هراړخيزو مرستو غوښتونکي دي ځکه افغانستان چې له هره پلوه آباد ، ودان ، سمسور او ښيرازه شوی نه وي او هم له اقتصادي پلوه پرځان متکي شوی نه وي، نو د اړوندو مرستندويو خيره بنسټونو او په ټوله کې د مرستندويو هېوادونو بشرپالو مرستو ته اړتيا لري، په دې هيله چې د روغتيا نړيوال سازمان اړمنو افغانانو ته د روغتيايي خدماتو ترڅنګ له اړتيا او لومړيتوبو سره سم د نړيوالو مرستندويو بنسټونو له لوري لازمې هر اړخيزې مرستې وکړي.
اړينه ده هغه مرستې چې د نړيوالو خيريه بنسټونو له لوري کېږي د اړوندو مسوولو ارګانونو ترڅارنې لاندې د هېواد د اقتصادي ځان بسياينې په برخوکې ولګول شي ، د دې ترڅنگ افغان ولس هم بايد په هراړخيزه توگه له اسلامي امارت سره همکار او مرستندوی و اوسي چې مسوول ارګانونه وشي کولای د ولس په پراخه همکارۍ او ملاتړ په هېواد کې د اقتصادي بنسټونو د ودې او پراختيا په برخه کې خپل پلانونه په ښه ډول تطبيق کړي او په دې توگه د هېواد د پرمختګ او هېوادوالو د هراړخيزې هوساينې سبب شي، پر دې بنسټ لازمي ده چې د هېواد د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره دولت او ملت په ګډه د هراړخيزې همکارۍ له مخې لاس په کارشي،ترهغه چې په هرډول ستونزو بری د افغان ولس په برخه شي، ملي اقتصاد مو پياوړی او هيواد مو ورځ تربلې پرمختګ وکړي.
پردې بنسټ د افغانستان د اسلامي امارت مسئولو چارواکو ته ښايي چې د سالمې رهبرۍ او کارنده مديريت پراساس هغه مالي مرستې چې د نړيوالو مرستندويانو له لوري په مختلفو برخوکې د جګړه ځپلي افغانستان د آبادۍ، سمون ، بيارغاونې، اقتصادي ځان بسياينې، روغتيا پالنې او … په موخه کېږي هغه په پوره روڼتيا او شفافيت لومړيتونو ته پام سره سمې ولګول شي او عملي پايلې يې ولس ته څرګندې او روښانه شي.
شاه محمود دروېش