سرلیکنې

ګڼو  يرغلونو څه را زده کړل؟!

نن زموږ پر ګران هېواد د شوروي يرغل برابر څلورڅلوېښتمه تلينه ده ، ددې يرغل څوارلس کلنه دوره کې چې څومره قربانۍ، سر ښيندنې، تورې، مېړانې، غمونه، مصيبتونه اوناخوالې وليدلي، ددې وخت ژوندي نسل کې سم نيمايي وګړي يې عيني شاهدان اونيمايي نوروله خپلو مشرانو په تواتر سره اورېدلي دي، ځکه خويې له تفصيلاتو تېرېږو خو پرنورو اړخونو کې يې بيا نورې هم ډېرې کيسې دي.

نن زموږ پر ګران هېواد د شوروي يرغل برابر څلورڅلوېښتمه تلينه ده ، ددې يرغل څوارلس کلنه دوره کې چې څومره قربانۍ، سر ښيندنې، تورې، مېړانې، غمونه، مصيبتونه اوناخوالې وليدلي، ددې وخت ژوندي نسل کې سم نيمايي وګړي يې عيني شاهدان اونيمايي نوروله خپلو مشرانو په تواتر سره اورېدلي دي، ځکه خويې له تفصيلاتو تېرېږو خو پرنورو اړخونو کې يې بيا نورې هم ډېرې کيسې دي. د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدي دا شپږمه ورځ موږ دادي په پنځه څلوېښتم ځل هم غندو، مرګونه او لعنتونه پرې وايو او پر خپلو پيسو رانيولي تانونه، تانونه سره ټوکران په  اور ايره ايره کوو او دا شان د زړه بړاس باسو، موږ دا لګښت هم خپله کوو اوهغه ميليونونه انسانان چې شورويانو راوژلي، له خپلو مېنويې شړلي او هېواد يې داسې راکنډواله کړي چې په ميلياردونو کويټي دينارونو هم بيانه وداينږي، هغه تاوان مو لاهم يوه افغانۍ نه دي ترې اخيستي. دا ځکه چې موږ يې بيا پوره لس کاله د خپل چل او هنر په زور خپلو کې هم داسې سره و جنګولو چې يو بل مو خام سره وخوړل. تردې چې يوې ډلې منډه کړه د ګرد کفر دروازې يې وټکولې اودګردې صليبي نړۍ يو بل بې سروسامانه لښکريې راووست او تر شلويې کلو پر افغان خاوره د خپلې خوښې راج وچلاو اوڅنګه يې چې زړه غوښتل هغه شان فسادونه، ظلمونه، وحشتونه او نادودې يې وکړلې. دا زموږ پر هېواد تېره يوه پېړۍ کې دريم او که يوه نيمه يې ونيسئ نو پنځم يرغل و. مطلب دا چې موږ نو ايله بهرنيو يرغلګرو سره جنګېدلوته پيدا يو. په دې ماناچې نور به راځي پر موږ به حملې کوي اوموږ به يې خپل کور کلي کې مقابلې کوو او هر کله چې زموږ پر وهلو  او وژلو ستړي اوخپله هم ټپي ټپي شي، بيرته  به ستنيږي، بيا به موږ خپلواکي او فتح لمانځو، خوشالۍ به کوو او  حماسي ترانې به وايو. خو له بده مرغه همدې ګڼو يرغلونو سره سره موږ بيا هم دا زده نه کړل چې راځئ خپل ځان او خپل حالت وڅيړو چې موږ ولې همېشه د پرديو له يرغل سره مخ کيږو چې بيا د کروړونو ککريو په درنه بيه ايله ځان ترې خلاصولي شو؟

راځئ نور په دې غورو کړو چې تر بل يرغله مخکې خپل ملت هوښيار،متحد اومنظم کړو. راځئ د يوه عادل، ټول منلي، شفاف، مخلص او خدمت ګار نظام پرجوړولو کاروکړو، داسې نظام چې ټول ملت يې د زړه له تله ملګری او خوا خوږی وي، د هيڅ اختلاف، وېش، کودتا، چاود او ګډوډۍ لږ احتمال هم پکې نه وي او ټول ملت حکومت او ټول حکومت ملت وي. ښايي په دې توګه موږ وکړي شو دښمن له لرې ووېروو او بيا هيڅوک هم پر موږ ديرغل کولو اراده ونه کړي.

ځکه زموږ له همدې تېر يونيم سل کلن تاريخه په ډاګه معلوميږي چې د هر يرغل پروخت خپله زموږ کور وران او يوه لويه ډله خپل مشران مو ورسره ملګري شوي. وو نو راځئ  دعوت او د خپل ملت پوهاوي ته ملا وتړو، ملت جوړ کړو او د نظام د نيمګړتياو معقوله چاره وکړو. راځئ دا وارد جدي په شپږمه فقط پر همدغو موضوعاتو خبرې او څېړنې وکړو. زموږ د ټولو غزاګانو د شهيدانو ارواوې دې خوشاله او وطن پلورونکي غداران دې تل سپک او شرمېدلي وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button