ګلبهار ګروپ د ډبرو سکرو څخه د برېښناد تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښوودلې
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د ګلبهار ګروپ له استازو سره وکتل او د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو کې د پانګونې په هکله یې بحث او خبرې اترې وکړې.

په دغه لېدنه کې، د ګلبهار ګروپ استازو د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د وزارت له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یاد ګروپ د لېوالتیا ستاینه وکړه او د وزارت د مشرتابه او تخنیکي ټیم له لوري یې د همکاري ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې له ټولو ملي او نړیوالو سوداګرو او شرکتونو څخه په افغانستان کې د کانونو د سپړنې، د برېښنا د توليدي پروژو او نورو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې وه، او په تړاو يې د همکاریو او بشپړ امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی وو.